په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو په کمېدو سره ناټو ځواکونه هم کم شي

په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو په کمېدو سره ناټو ځواکونه هم کم شي

توماس جیبونس نېف او جولین برنېس

 ژباړه: ولیداد خوېشکی

د ټرمپ اداره په پام کې لري چې د امریکا له تر ټولو اوږدې جګړې خپل زرګونه سرتېري وباسي هغه جګړه چې د ۲۹ ملاتړو هېوادونو تر منځ یې بحثونه را پورته کړي دي.

واشنګټن– د امریکا متحده ایالاتو او اروپا ځینې چارواکي پر دې باور دي چې د ناټو سازمان یو شمېر غړي له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر ایستلو غور کوي، له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي وو چې په افغانستان کې به خپل پوځي حضور ته په رسمي ډول د پای ټکی کښېږدي.

د ټرمپ اداره غواړي چې د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۲۰۰۰ څخه ۸۵۰۰ تنو ته را کم کړي، د ټرمپ د ادارې دغې پرېکړې د ناټو سازمان د ۲۹ غړیو او نورو هغو هېوادونو تر منځ بحثونه را پورته کړي، چې په افغانستان کې پوځي حضور لري. ځینې هېوادونه غواړي له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي، خو ځینې نور لکه جرمني او ایټالیا بیا غواړي چې سرتېري یې تر ځانګړو شرایطو لاندې په افغانستان کې پاتې شي.

د ناټو غړیو هېوادونو په وار وار ویلي چې د دوی هڅې له متحده ایالاتو سره تړلې دي، ځینې وخت وایي: “یو ځای تللي یو، یو ځای به را وځو”.

د امریکا مذاکراتي ټیم له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې یوې هوکړې ته د رسېدو په تکل کې دی، خو ځینې ملاتړي هېوادونه په دې اند دي چې ښایي ناټو په افغانستان کې د جګړې یوه بل پړاو ته ننوځي. د ناټو له زرو ډېر سرتېري په دغه ۱۸ کلنه جګړه کې وژل شوي دي. د برېټانیا او کاناډا په څېر ځینو هېوادونو د افغانستان په جنوب کې خورا سخته جګړه کړې ده.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې په ډسمبر میاشت کې بیا پیل شوې. دوی په دې هڅه کې دي چې لومړی تاوتریخوالی کم کړي. افغان حکومت د اوربند غوښتنه کوي خو طالبانو بیا یواځې په ښارونو او لویو لارو کې د بریدونو کچه را کمه کړې ده.

له هوکړې پرته هم متحده ایالاتو ویلي دوی به په راتلونکو میاشتو کې خپل یو شمېر سرتېري وباسي. ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې ښایي له افغانستانه خپل سرتېري را وباسي. هغه ویلي: «هڅه کوو د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوو او خپل سرتېري کورونو ته را ستانه کړو.»

د ناټو ځینې غړي هېوادونه استدلال کوي چې دوی کولای شي په لویه کچه خپل ځواکونه او مرستې کمې کړي، هلته اوس هم ۸۷۰۰ سرتېري شته، د امریکا مرستندویه سرتیري چې لا یې هم استوي، په افغانستان کې پاتې کیدونکي سرتېري، ترانسپورتي الوتکې او روغتیایي ټیمونه هم په افغانستان کې فعالیت لري. امریکایي چارواکي بیا وایي د اوس له پاره یې پلان دا دی چې مرستندویه ځواکونه به پرېږدي.

خو د ټرمپ اداره غواړي د امریکا پر هغه سیاست بیا غور وکړي او له سره یې جوړ کړي چې په هغه کې پر جګړه ډېر تمرکز کېږي او د افغان ځواکونو پر روزنه کم، له دې سره به پر پنټاګون فشار راوړل شي تر څو مرستندویه ځواکونه له افغانستانه وباسي. د ناټو غړیو هېوادونو چارواکي وایي په دې صورت کې به دوی پر خپل تعهد بیا فکر وکړي چې سرتېري یې هلته پاتې شي که نه؟

د پنټاګون د چارواکو په خبره د امریکا د اوسني پلان له مخې به د دوی نیمایي اډې پر خپل ځای وي چې له هغې جملې به یې دوه د جرمني او ایټالوي ځواکونو په مشرۍ د هېواد په شمال او لویدیځ کې فعالې وي.

امریکایانو له ناټو غوښتي تر څو خپل اوسني پوځیان د افغان ځواکونو د روزلو په موخه پرېږدي.

ریچل ریزو د امریکا په نوي امنیتي مرکز کې د سیمې ور هاخوا امنیتي پروګرام یو غړی دی هغه وایي: «زه فکر کوم اوس د دې وخت دی چې امریکایي پوځونه له افغانستانه ووځي او له خپلو اروپایي همکارانو وغواړي تر څو په اوسنۍ کچه خپل پوځونه هلته پرېږدي» هغه زیاتوي :«ناټو د امریکا لپاره افغانستان ته تللې که نه د ناټو پوځیان به هلته نه وو تللي.»

د اروپایي هېوادونو ځینې چارواکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې دوامدار حضور بهر ته د افغانانو د کډوالۍ مخنیوی کړی دی، خو د جنګ له دوام سره ځینې سیاسیون له افغانستان څخه د مرستندویه هېوادونو د پوځونو د ایستلو او مرستو د کمولو غوښتونکي دي.

په جرمني کې د متحده ایالاتو د مارشال مرکز یوه کارپوه برونو لته په بروکسل کې وویل: «په ښکاره ځینې اروپایي پلازمینې نه غواړي په افغانستان کې خپل حضور کم کړي یا د افغانستان او ناټو پاڼه بدله کړي»

که ملاتړي هیوادونه له افغانستانه خپل ډېر پوځونه وباسي د افغان ځواکونو په روزنه کې به تر دې ډېر پرمختګ و نه شي. د ناټو غړیو هېوادونو په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا له یرغله خورا کلک او په بیړه ملاتړ وکړ، ځینې یې په بې ساري ډول وجنګېدل. متحده ایالاتو په ځینې وختونو کې له ناټو د لا ډېرې مرستې او ښکېلتیا غوښتنه وکړه او ځینو ملاتړو هېوادونو هم هڅه وکړه تر څو په هغه وخت کې ډېر سرتېري د افغان ځواکونو د روزلو له پاره واستوي.

په وروستیو کلونو کې، امریکا هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو د روزنې ډېری مسوولیتونه د ناټو غړیو هېوادونو ته ورکړي، ځکه امریکایي پوځونو د کومانډو ځواکونو پر روزلو ډېر تمرکز درلود.

د افغان ځواکونو د روزنې پروګرام هم د ناټو غړیو هېوادونو د تمې خلاف ډېر ورو پر مخ ځي. د تلفاتو لوړې کچې، فساد او ډېر ادلون بدلون د افغان ځواکونو د روزنې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي. د پنټاګون د وروستي راپور له مخې د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه د «د جذب او ساتنې» له کچې کمه ده. له ۲۰۱۴ کال را هیسې تر ۵۰٫۰۰۰ زیات افغان پوځیان وژل شوي دي. هره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې پر پوستو او پلټنځایونو د طالبانو بریدونو کې افغان پوځیان وژل کېږي.

که څه هم افغان هوایي ځواکونو پرمختګ کړی او کمانډو ځواکونه هم پر یوه اغیزناک ځواک بدل شوي دي خو لا هم په دې برخو کې ځینې ستونزې پر ځای پاتې دي. د عمومي مفتش په یوه وروستي راپور کې راغلي چې افغان ځانګړي ځواکونه په دې وروستیو کې په ډېری مواردو کې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوي.

د ناټو غړي هېوادونه چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت لري، خپل پوځونه یې کم کړي دي، خو ځینو یې په استثنایي ډول نه دي کم کړي، دوی د ۲۰۱۴ کال راهیسې د متحده ایالاتو د پوځونو په څېر د خپلو پوځونو په شمېر کې تعادل ساتلی دی. هغه وخت پنټاګون اعلان وکړ چې خپله تمرکز له جنګي ماموریت څخه اړوي او پر روزنیزو چارو ډېر تمرکز کوي.

په دې لړ کې تر ټولو مهم د فرانسې اقدامات وو چې خپل پوځیان یې په افغانستان کې کم کړل. په ۲۰۱۲ کال کې یو افغان پوځي څلور تنه فرانسوي پوځیان ووژل او د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي چې د ټاکنیزو مبارزو په درشل کې و دې ته وهڅېد چې په افغانستان کې د فرانسې د پوځي ماموریت د پای ته رسولو اعلان وکړي. د فرانسې پاتې پوځونو په ۲۰۱۴ کې افغانستان ترک کړ.

غوڅ ملاتړ ماموریت په بشپړه توګه د افغان ځواکو پر روزنه تمرکز کوي، هوایي عملیات ترسره کوي او چاپې اچوي.

د ناټو د دفاع وزیران راتلونکې اونۍ په بروکسل کې غونډه لري او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت بحث پکې کوي. د هغو لیدنو تر مخه، یوه میاشت وړاندې د ملاتړو هېوادو چارواکیو ته په افغانستان کې امریکايي قوماندان جنرال اوسټین سکاټ مېلر او زلمي خلیلزاد معلومات ورکړي وو.

چارواکي وایي د ټرمپ ادارې د یوه حیرانوونکي اعلان پرته به د ملاتړو هېوادونو بحثونه کومه ځانګړې پایله ونه لري.

دوی لاهم وایي چې ناټو غړي هېوادونه دې په عراق کې د خپل ماموریت د پراخولو پر ځای دلته پر فعالیتونو تمرکز وکړي.

خو د ناټو غړیو هېوادونو چارواکي بیا وایي دغه دوه ماموریتونه په مستقیمه توګه سره تړلي نه دي، هر هېواد یوه ځانګړې اندازه سرتېري  د بهرنيو ماموریتونو لپاره لري. خو په عراق کې د پوځونو د ډېرولو یوه لار دا هم کېدای شي چې له افغانستانه خپل سرتېري کم کړي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t