د دلوې د یوه بل شپږ ویشتم په تمه!

د دلوې د یوه بل شپږ ویشتم په تمه!

ف، فایض

افغانستان ته په ۱۹۷۹ (۱۳۵۸) کې د روسي متجاوزو لښکرو را تګ نه کومه آني خبره وه او نه د روسي مشرانو کوم آني تصمیم. د افغان مؤرخ شهید استاد سید رسول په وینا، روسیه تر شپاړسمې میلادي پېړۍ پورې د مسکو او د هغې شا وخوا په مضافاتو کې خلاصه کېده؛ خو دا چې روسان یو توسعه طلب او عظمت طلبه قوم دی؛ نو تصمیم یې ونیو چې خپل قلمرو هرې خوا ته و غځوي. روسانو د نولسمې پېړۍ تر اواخرو پورې ټوله مرکزي آسیا ونیوله چې په ۱۸۸۵ کې یې له آمو پورې غاړه افغاني خاوره «پنجده» هم لاندې کړه چې هلته مېشتو افغاني ځواکونو تر وروستۍ سلګۍ پورې ورسره مقاومت وکړ او بالاخره ټول د خپلې خاورې په دفاع کې شهیدان شول. روسانو سپینه روسیه، اوکراین او بالتیک جمهوریتونه هم ونیول او یوه لویه امپراتوري یې جوړه کړه؛ خو پر دې هم نه و قانع او دا یې پلان و چې په یوه مناسب وخت کې پر آمو سیند را واوړي، افغانستان هم لاندې کړي او بالاخره ځان د هند سمندر ته ورسوي. البته د وخت په تېرېدو سره حالاتو ډېر تغییر وکړ؛ خو روسان بیا هم د خپلې توسعه طلبۍ او عظمت طلبۍ په تعقیب لګیا و. په روسیه کې په ۱۹۱۷ کې د تزارۍ واکمنۍ سقوط او پر ځای یې د بلشویکانو واک ته رسیدل، د روسیې په تاریخ کې تر څه بریده یو د عطف ټکی ګڼل کېدای شي، بلشویکانو که څه هم چې په بهرني سیاست کې همغه د تزاري واکمنۍ لاره تعقیبوله؛ خو په کورنۍ کچه هلته یو څه تغییرات راغلل؛ خو دا تغییرات د روس د ولسونو له پاره یو مثبت ټکی نه و، هلته د دې پر ځای چې د خلکو په ژوند کې یو مثبت بدلون راشي، د دې سرچپه د کمونیزم تر ساطور لاندې هم واقع شول او ټولې ازادۍ یې سلب کړای شوې. لېنن چې خپل نظریات یې د مارکس له نظریاتو سره ولړل چې په مارکسېزم – لېننېزم یې شهرت و موند، هغه یې په وچ زور د روسیې چې دا مهال د شوروي اتحاد په نامه مسمی شوه، د خلکو تګلاره وټاکله. بلشویکانو پر روسي ولس یو اوسپنیز جال را خپور کړ او ټول ولس یې ترې لاندې کړ او خوا وشا یې ترې یو اوسپنیز دېوال را تاو کړ، چې نه د دې اسیرو ولسونو غږ د نړیوالو تر غوږو پورې ورسېږي او نه د نړیوالو غږ د دوی تر غوږو پورې را ورسېږي. لېنن د «چکا» استخباراتي ادارې په جوړولو سره پر روسي ولس چپه مېچنې وګرځولې او په میلیونو انسانان یې ووژل، کله چې د ستالین دوره شوه نو دا ظلم او تشدد خپل اوج ته ورسېد؛ خو د خروشچف، بریژنف او بالاخره ګرباچف دورې هم له دې انسان وژنو بری الذمه نه شي ګڼل کېدای، تر دې چې شوروي په ۱۹۹۱ کې منحل شو.

روسان نژدې یوه لسیزه په افغانستان کې پاتې شول. د کمونیزم منحوسه تګلاره، د روسي استکبار پر مخ د دروازو پرانیستلو یوه عمده لاره وه؛ خو دا نظریه هر چېرته د کودتا ګانو له لارې پر ولسونو وتپل شوه، ان چې واک ته د بلشویکانو رسېدل د کوم انقلاب له لارې و نه شول؛ بلکې د یوې ساده کودتا له لارې او د روسي لیکوال دوید شوب په وینا کوم انقلاب چې لومړی په ۱۹۰۵ او بیا په ۱۹۱۷ د تزاري واکمنۍ پر وړاندې په روسیه کې د را ولاړو شویو ستونزو له لامله سر را پورته کړ، هغه له بلشویزم سره هېڅ تړاو نه درلود؛ بلکې په همدغه وخت کې لېنن چې له خپلو څو تنو ملګرو سره په جرمني کې و، د یوه اورګاډي په وسیله د روسیې تر سرحده را ورسول شول او د روسیې خاورې ته ور دننه کړای شول. دا وخت تزار سقوط کړی و او واک د ولسي جرګې (دوما) له رییس سره و چې بلشویکانو هر چېرته غونډې جوړې کړې او ولس ته یې غوړې غوړې وعدې ورکړې او د یوې ساده کودتا په نتیجه کې یې واک د دوما له رییسه واخست او لېنن واک ته ورسېد.

روسي کمونستانو د خپل په اصطلاح انقلاب د صدور له پاره د نړۍ په وروسته پاتې هېوادو کې کمونستي ګوندونه جوړل کړل او واک ته د هغوی د رسولو هڅه یې وکړه، چې له هغې لارې خپلو اهدافو ته د لارې موندلو په لټه کې شي. په افغانستان کې هم چې د خلق دموکراتیک ګوند په نامه کوم ګوند جوړ شو، د روسانو تر لارښوونې لاندې جوړ شو. لکه چې د کا جي بي د آرشیف د څانګې پخوانی مشر واسیلي متروخین پخپل کتاب کا جي بي په افغانستان کې کاږي چې هغوی د خلق دموکراتیک ګوند مشرانو ته په مستعارو نومونو معاشونه ورکول چې د هغوی مستعار نومونه یې هم معرفي کړي؛ نور محمد تره کی، ببرک کارمل، امین، ډاکتر نجیب او نور ګڼ شمېر کمونستي مشرانو له کا جي بي نه میاشتنۍ تنخواه اخسته. روسانو بالاخره خپل بړیڅي په افغانستان کې واک ته ورسول، ظاهر شاه چې ارواښاد صباح الدین کشککي پخپل کتاب دهۀ قانون اساسی کې ورته د «شخصیت فاقد تصمیم» اصطلاح کاروي دغه حرکت جدي و نه باله چې په نتیجه کې د ۱۳۵۲ د کودتا په نتیجه کې خلع شو او بیا داود چې د یادې کودتا په سر کې واقع و هم د وخت حساسیت درک نه کړای شو، همغه و چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې فاجعه را منځته شوه او د خلق دموکراتیک ګوند واک ته ورسېد چې هغه سیاست یې خپل کړ چې روسي استخباراتو په شوروي کې عملي کړی و؛ خو خدای (ج) ته به همدا منظوره وه چې د شوروي لښکرونه په افغانستان کې د یوه تشلاسي ولس، په لاسو مات کړي. روسان په افغانستان کې تر ټولو زور ازموینو وروسته مجبور شول چې خپله ماته ومني او له افغانستانه ووځي او خپل سیاسي یتیمان بې پلاره پرېږدي. د ۱۳۶۷ کال د دلوې په شپږ ویشتمه (د ۱۹۸۹ د فبرورۍ پنځلسمه) روسي ماتې شوې لښکرې پر حیرتان پله پورېوتې او وروستنی روسي سپاهي جنرال ګروموف له پله په پورې وتو دا ژمنه وکړه چې بیا به افغانستان ته کاږه هم نه را ګوري.

متأسفانه استعمارګران همېشه په خپل زور مغرور وي. امریکا هم چې د شوروي تر ماتې نور په نړۍ کې څوک خپل سیال نه لېده، دا تصمیم ونیو چې په افغانستان کې د روسانو تشه ډکه کړي. د دې هدف د تحقق له پاره یو لړ مقدماتو ته اړتیا ده؛ نو لومړی یې مجاهدینو د مختلفو توطیو له لارې چې البته د مجاهدینو خپل اختلاف هم په کې لوی رول درلود، له واکه وغورځول او پر ځای یې طالبانو ته لاره اواره کړه چې واک ته ورسېږي؛ خو طالبانو هم لکه خپلو اسلافو د وخت حساسیتونه درک نه کړای شول، همغه و چې پخپل لاس یې ځان د امریکا څپېړې ته جوړ کړ. امریکا د ۲۰۰۱ د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان برید وکړ او تر دې برید د مخه یې د سپتمبر د یوولسمې پېښې سازماندهي کړې او مسؤولیت یې د اسامه بن لادن پر غاړه ور واچاوه او دا چې هغه د طالبانو مېلمه و؛ نو طالب هم په دې ټېل کې د امریکا څپېړې ته جوړ شو. طالبانو سقوط وکړ؛ خو بېرته پر پښو ودرول شو، او دا یو ضرورت و، د القاعده شبکه بالاخره له دې منځه ووته او اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کې د امریکا د یو لړ ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې په اېبټ آباد کې پخپل استوګنځي کې (د امریکا په ادعا) ووژل شو؛ خو په افغانستان کې روانه جګړه طالب ته په میراث پاتې شوه. د دې جګړې تقریباً اتلس، نولس کاله وشول، دې جګړې مختلف پړاوونه ووهل او مختلف ابعاد یې خپل کړل. د طالبانو په اړه د امریکا په دریځ کې بدلونونه راغلل او بالاخره تېر کال (۲۰۱۹) ورسره خبرو ته کښېناسته چې تر دې دمه یې لا نتایج نه دي معلوم؛ خو معلومېږي داسې چې امریکا په یوه او بله پلمه دا مذاکرات اوږدول غواړي تر هغې چې خپل هدف ته ورسېږي. له افغانستانه د امریکايي پوځونو د اېستلو او نه اېستلو په اړه د امریکایي مقاماتو نظریات سره وېشلی دي، نیم یې په افغانستان کې د ماتې په منلو د خپلو پوځونو د اېستلو پر ضرورت خبرې کوي او نیم یې د پاتې کولو پر ضرورت؛ خو معلومه شي چې د امریکا دا طوفان اخستې بېړۍ به د حوادثو په سمندر کې ډوبېږي او که به د نجات ساحل ته وځي، دې پوښتنې ته به وخت ځواب ووایي؛ خو د افغان ولس هیله دا ده چې د امریکا ښکرونه هم د روسانو په څېر په افغانستان کې مات شي او یوه بله امپراتوري هم دلته خاورو ته وسپارل شي.




t