جوبایډن څه وایي او واقعیت څه دی؟

جوبایډن څه وایي او واقعیت څه دی؟

عزیز چوپان

که څه هم ویل کېږي چې امریکا له پاکستان سره ډېر نژدې دوستان اړیکي لري؛ خو واقعیت دا دی چې له پاکستان سره هم د امریکا او هم د بریتانیا اړیکي د خپلو ګټو پر بنا دي. په ۱۹۷۱ کې چې بنګال له پاکستانه جلا کېده، هغه وخت هم امریکا ښه په زور کې وه؛ خو د پاکستان ننګې ته یې را و نه دانګل. دا چې پاکستان د بنګال او بنګالیانو پر وړاندې څومره په حقه و او څومره په ناحقه هغه خو یو جلا داستان دی، شیخ مجیب الرحمان انتخابات ګټلي وو او ذوالفقار علي بوټو، د هغه ګټات او خپل بایلات نه منل چې بالاخره خبره دې ته ورسېده چې د بنګالیانو د رامولو له پاره یې هلته پوځ واستاوه؛ قتل عام یې وکړ او په سلګونو زرو بنګالي ښځو او پېغلو یې جنسي تېري وکړل؛ خو هند د بنګال مرستې ته را و دانګل او هندي جنرال اروړا څه د پاسه نوي زره پاکستاني سرتېري سلامي کولو ته اړ اېستل. دا د پاکستان په تاریخ کې یوه ډېره بده پېښه وه؛ ځکه پاکستان د خپل یوه سیاسي دښمن په مقابل کې ماته وخوړه؛ پاکستان پر ملا نیم شو او بنګال ترېنه جلا شو او خوا وشا نوي زره پوځیان یې له هند سره اسیر شول؛ نو اوس پوښتنه دا ده چې پر پاکستان به تر دې هم بله بده ورځ راځي؟ نو چې په یوه دغسې ورځ کې امریکا د پاکستان په ښه رانغله؛ نور به ورته څومره تمه کولای شي؟

دا د امریکا د دوستۍ یو مثال و. اوس خبره دا ده چې تر هغه افغانه به بل احمق څوک وي چې امریکا ته د دوست په سترګه ګوري او یا ور پورې زړه تړي. امریکا فقط د خپلو ګټو او ستراتیژیکو اهدافو ته د رسیدو په خاطر له هر چا سره یو داړجینګی کوي، نه دا چې چا ته د ستراتیژیکې دوستۍ لاس ورکړي. دا اوس هم چې له پاکستان سره کوم مناسبات پالي د سیمې په کچه، د پاکستان مرستې ملګرتیا ته اړتیا لري، که چېرې دا ضرورت یې پوره شو بیا به د پاکستان سلام هم وانخلي. دا د جنرال ضیا‌ءالحق د سپرلۍ الوتکه چا را وغورځوله او د کومو کومو استخباراتو په کې لاس و. د هغه د سپرلۍ الوتکه خو د کومې فني خرابۍ په وجه را و نه لوېده. پاکستان ولې د جنرال ضیا‌ءالحق د ترور موضوع و نه څېړله یا یې و نه څېړلای شوه؟ لکه څرنګه یې چې د بنګله دېش په اړه د حمود الرحمان د کمیسیون څېړنې ځای پر ځای پرېښودې او برغولی یې پرې کېښود، دغسې یې د جنرال ضیاءالحق موضوع هم غلې کړه. موږ لا د پاکستان پر وړاندې امریکا ته هغه څوک یو چې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د امنیت شورا د پخواني مشاور ښاغلي سپنتا په حواله، د اوباما د وخت، د ولسمشر مرستیال جوبایډن، زموږ پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي ته په ښکاره وویل چې پاکستان موږ ته تر تاسې پنځوس ځلي مهم دی. دا اوس چې همغه جوبایډن ښایي د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ټرمپ په مقابل کې وي، په ډېره سپین سترګۍ سره وایي چې زه په افغانستان کې د ملت جوړونې مخالف وم او اوس هم مخالف یم، هغه وایي چې ما همغه وخت خپل حکومت ته مشوره ورکړه چې په افغانستان کې د مرکزي حکومت د پالنې پر ځای خپل هغه محلي ملګري وپالي چې له موږ سره یې یو ځای طالبان را نسکور کړل. البته دا یواځې جوبایډن نه دی چې د افغانستان په اړه دغسې خصمانه دریځ لري؛ بلکې د سناتور روراباکر په شمول یو شمېر نور افغانستان دښمنه ملګري هم لري. د جوبایډن غلطه عقیده دا ده چې له افغانستانه یو متحد هېواد نه شي جوړېدای. که چېرې جوبایډن د افغانستان د تاریخ په باب یو هسې سرسري معلومات هم لرلای؛ بیا یوه دغسې غلطه او غیر منطقي خبره نه کوله، افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري، که چېرې د اسلامي دورې تاریخ ته یې را شو؛ نو اسلام افغانستان ته د حضرت عثمان (رض) په وخت کې را رسیدلی، چې تقریباً خوا وشا څوارلس سره کاله کېږي؛ نو چې په دغومره اوږده موده کې افغانستان متحد و او دلته یوه متحد ملت ژوند کاوه؛ نو اوس په کوم دلیل افغانستان د یوه واحد او متحد هېواد او افغانستان د یوه واحد ملت په توګه نه شي را منځته کېدای. په افغانانو باندې انګرېزانو د بېلولو هڅې وکړې ان چې د ډېورنډ کرښې هم افغانان سره جلا نه کړای شول او همدا اوس د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه ځانونه سره وروڼه ګڼي. همدا رنګه روسانو دا کار و نه کړای شو، یو شمېر مغرضو ګاونډیانو دا کار و نه کړای شو، ان چې د هزارستان توطیې کار ور نه کړای شو، بیا نو جوبایډن کوم ملت ښیي. د افغانستان قومونه لکه د ځنځیر کړۍ سره نښتي دي دا د امریکا ملت له څومره ملتونو نه جوړ دی؛ نو چې امریکا ملت کېدای شي او له هغه وحشي حالت نه یو مدني حالت ته راتلای شي؛ نو افغانان خو له زرګونو کالو را په دېخوا متمدن خلک پاتې شوي دي او پرته له قومي او مذهبي تفریقه سره یو ځای اوسیدلي او یو د بل په غم او درد کې شریک پاتې شوي دي.

د افغانستان پر خلاف چې کومې توطیې روانې دي دا په هره مرحله کې د درک وړ دي، امریکا خو نوې افغانستان ته راغلې او له افغانانو سره د اړیکو دومره اوږد تاریخ نه لري؛ نو امریکایي توطیې خو ډېرې ژر درک کېدای شي.

پښتو لنډۍ ده:

بورا به خدای په ګلو موړ کړي

باغوانه ستا نیمګړی نیت مې ژړوینه

موږ پر دې ډاډه یو چې افغانستان به د اوسنیو حوادثو او توطیو له خنډونو نه په خیر سره عبور کوي؛ خو د دښمنانو مخونه به یې تور پاتې کېږي.

پاتې شوه د امریکا خبره؛ نو د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د وینا په تأیید امریکا له ۲۰۰۱ نه تر اوسه پورې اصلاً په افغانستان کې نه دا چې د ملت جوړونې له پاره کار نه دی کړی؛ بلکې د ملت د پاشلو له پاره یې هلې ځلې کړې دي، امریکا چې راغلې له محلي زورواکانو سره یې معاملې کړي دي، پر همدې اسای یې هڅه کړې ده چې د مرکزي حکومت پر وړاندې موازي حکومتونه جوړ کړي چې دا موضوع هم ښاغلي کرزي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال رسنیزه کړه؛ د بېلګې په توګه کله چې جنرال دوستم د اکبر بای پر کور ورغی، ښاغلي کرزي یې امنیتي ځواکونو ته د نیولو حکم وکړ؛ خو همغه مهال د امریکا سفیر د دې کار مانع شو او پلمه یې دا وه چې ترکیه پر دې کار خفه کېږي، حال دا چې په حقیقت کې همدا امریکا وه چې محلي زورواکي یې د یوه پلان له مخې پړسوله.

که چېرې د افغانستان ټولنه دقیقه مطالعه شي، په دې کې شک نشته چې په دې هېواد کې ګڼ شمېر قومونه اوسېږي؛ خو د تاریخ په اوږدو کې یې د ورورۍ ژوند کړی دی؛ د بېلګې په توګه کله چې حبیب ا… کلکانی د امان ا… خان پر خلاف را پاڅېد، کله یې چې کابل ونیو او هزاره جات ته یې د علّامه فیض محمد کاتب په ګډون یو پلاوی واستاوه چې له هزاره قوم نه ده ته بیعت واخلي؛ خو هزاره قوم دې کار ته حاضر نه شو او ښایي پلاوي به هم نه غوښتل چې هزاره قوم له کلکاني سره چې د یوه هېواد د قیادت هېڅ ډول مواصفات یې نه درلودل او بلکې تر شا یې بهرنی لاس هم و، بعیت وکړي. همدا رنګه د تاریخ په اوږدو کې کله چې کوم بهرني یرغلګر د افغانستان پر خاوره یرغل کړی، د افغانستان ټول قومونه په یوه غږ او یو موټي د هغه یرغلګر پر وړاندې دریدلي او هغه یرغل یې پر شا تمبولی او د خپل هېواد استقلال یې ساتلی دی. دا چې جوبایډن یو ځل یا دوه ځله افغانستان ته راغلی، نو د یوې ټولنې پېژندل دومره اسانه کار نه دی چې څوک دې یې په یوه شپه کې ځان پر ټولو خصوصیاتو پوه کړي؛ نو د بایډن خبره یوه دښمنانه خبره ده چې هېڅکله له واقعیت سره اړخ نه لګوي، افغانستان یو واحد هېواد دی او یو واحد ملت په کې ژوند کوي چې هېڅکله دغسې شیطاني توطیې کامیابیدو ته نه پرېږدي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t