د رهبرانو کره څه تېریږي؟

د رهبرانو کره څه تېریږي؟

لیکوال: نصرت الله حقپال

 وړمه ورځ (یک شنبه د سلواغې ۲۰مه) د محمد محقق (د اجرایه ریاست دویم مرستیال) نازولی او ظاهراً ځای ناستی زوی، باقر محقق د هغه د بل زوی “حسین محقق” له خوا په خپل کور کې په داسې حال کې په ډزو ووژل شو، چې باقر محقق د خوب په بستر کې ویده وو.

 ممکن دا به په خپل ذات کې لومړی او وروستی هغه نه وي چې د افغانستان د مشرتابه په قشر کې داسې پېښیږي چې یو ورور بل ورور وژني. دا خبره قشر (Elite) چې نسل په نسل د افغانستان د چارو اداره لاس په لاس کوي او د سترو ډبرینو دیوالونو او فولادي امنیتي کمربندونو شاته ژوند کوي، په جګړه کې نه دي وژل شوي او نه هم په کومه چاودنه کې. دوی په خپلو کورونو کې او د وروڼو په منځ کې د راتلونکي قدرت د ویش او د خپل بابا (پلار) د ځایناستي کیدو پر سر د را ولاړې شوې لانجې په سر وژل شوي دي.

 دا یوازې محقق نه دی چې په کورنۍ او میراث خورو کې یې دا لانجه پرته ده. د راپورونو له مخې، د حزب اسلامي د مشر ښاغلي ګلب الدین حکمتیار په کورنۍ کې ورته لانجه روانه ده او دا ظرفیت په کې ډېر لوړ دی چې یوه ورځ د هغه نازولي د قدرت د ویش پر سر، ماشه په ماشه شي. دا سیالۍ او تربګنۍ، کابو د افغانستان د رهبرانو په کورنیو کې طبیعي او معمولي خبره ده. خو کله کله بیا د قتل تر مرزه رسیږي چې ډېره غوغا جوړوي. رواني ناروغۍ، اوس یوه هیله ده چې دوی یې د سپر په توګه کاروي او تر شا یې د خپلو کورنیو او ځای ناستو بد وضعیت پټوي. دلته د قدرت نیول، ساتل او پړسول تر هر بل څه مقدم دي.

هغه که د پلار، ورور، دین ، وطن او که حتی د لس ګونو زرو کسانو د مرګ په قیمت تمامیږي، مشکل نشته؛ خو قدرت باید لاس ته راوړل شي. دا د دوی د زامنو ګنا نه ده، د دوی پلرونه، نیکونه او غورنیکونه… په همدغه مفکوره او ذهنیت لوی شوي، روزل شوي او قدرت یې لاس ته راوړی، نو دوی اوس د خپلو سلفو(پخوانیو مشرانو) پر پله روان دي. د افغانستان اکثریت رهبران او خبره قشر، په خپله طبیعي وړتیا او ظرفیت قدرت ته نه دي رسېدلي.

 لومړی خو بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسۍ له لارې په کاذب ډول رهبران شوي او د هغو په مرسته قدرت ته رسېدلي یا په قدرت کې شریک شوي دي. که ووایم چې د افغانستان اکثریت رهبر قشر، په طبیعي او اصولي توګه قدرت نه دی تر لاسه کړی، نو مبالغه به نه وي. جاسوسي او بهرنیو هیوادنو ته کار کول، دوی ته ویاړ او طبیعي خبره ده او نسل په نسل یې له سلفو، خلفو ته په میراث پاتې کیږي.

 د قدرت د تر لاسه کولو بله لار، د قوم په نوم سیاست کول دي. لږ تر لږه په تېرو پنځوسو کلونو کې، د افغانستان سیاستوال او رهبري کوونکی قشر، د قوم په نوم سیاست کوي او ځان ېې د یو ځانګړي قوم مدافع او ټیکه دار معرفي کړی. دا دویمه اغیزمنه لار یا وسیله ده چې د رهبرۍ قشر کار ترې اخلي او تر ډېره موثره هم ده. دوی کوښښ کوي چې په افغانستان کې د شته اقوامو تر منځ درز واچوي او د قوم پالنې روحیه په کې پیاوړې او ګرمه وساتي. ځکه چې دا د دوی قدرت تضمین کوي او وده ورکوي، نو په شعوري ډول سره دغه قشر د قوم پالنې مفکوره او احساسات په دوامداره توګه ژوندي ساتي.

 د قوم پالنې مفکوره او احساسات، ډېر محدود او تنګ دي. لومړی خو قوم پالونکي کوښښ کوي چې قوم یې پر نورو اقوامو برلاسی وي، کله چې دا مطلوب تر یو بریده لاس ته راغی، نو بیا پر خپل قوم باندې د خپلې کورنۍ برلاسي غواړي؛ کله چې دا کار وشو، نو بیا په خپله کورنۍ کې د ځان برلاسي او واکمني غواړي او کار ورته کوي. نو جګړه او د قدرت د تر لاسه کولو سیالۍ د قوم پالنې په مفکوره او اړیکو کې، یوه طبیعي خبره ده.

همدا وجه ده چې ډېری وخت، خبره قشر په خپلو کې یو بل وژني او د خپل قدرت بقا په خپله کورنۍ کې تضمینوي، ولو که یې هغه ورور هم وي. لومړۍ خو باید چې هر سړی په خپله طبیعي وړتیا قدرت ته ورسیږي او ولس یي په داوطلب ډول د مشر په توګه ومني، نه چې بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسۍ له لارې او یا هم د قوم له نوم څخه د یوې حربې په توګه کار واخیستل شي او له دې لارې قدرت ته ورسیږي.

 کله چې پورته دوه عمده د قدرت د تر لاسه کولو توکي موجود وي، نو طبیعي ده چې هیڅوک په خپله طبیعي وړتیا او د خلکو په اراده قدرت ته نه رسیږي. نو دلته پکار ده چې دا دوه مفکورې او ذهنیت په شدت سره سرکوب او له منځه لاړې شي او عوام په دې ډول رهبرانو، هیڅ اعتماد ونه کړي. د قدرت د انتقال او تر لاسه کولو میکانېزم دا دی چې لومړی خو په افغانستان کې یو باثباته پوځ او دولت جوړ شي، چې هغه نه کیږي، مګر دا چې موږ د خپلې خاورې مالکیت تر لاسه کړو او له هر ډول بهرني حضور او نفوذ څخه ځان آزاد کړو.

هغه وخت دی چې موږ د یو داسې دولت څښتن کیږو چې بنسټ به یې د ولس پر عقایدو، اصولو، ارزښتونو، فرهنګ او تاریخ ولاړ وي او خلک به خپل ځان په دولت کې ویني. اسلام د قدرت د انتقال چاره حل کړې او هغه کوم موروثي نظام نه دی، بلکې دا خلک دي چې خپل راتلونکی زعیم ټاکي، نه جاسوسي او قوم پرستي. که داسې ونه شي، نو دغه ناوړه او کړکېچنه د قدرت د تر لاسه کولو طریقه به جاري وي او موږ به یې د اور په لمبو کې سوزو.




t