که غواړئ ژر زاړه نه شی، نو بڼوالي وکړئ

که غواړئ ژر زاړه نه شی، نو بڼوالي وکړئ

 څېړونکو ثابته کړې ده چې پر بڼوالۍ بوخت کسان تر نورو کسانو منظم، خوښ او ډېر عمر کوي.

پوهانو ویلي چې د باغ او باغچې پر چارو بوخت څو پنځوس کلن کسان یې تر خپلو هغو همزولو چې پر نورو کارونو بوخت وو، ژوند ته لېوال، خوښ او له روغتیایي اړخه ډاډمن ښکارېدل.

د رویټرز اژانس له راپور سره سم د امریکا په تکزاس کې د دوو پوهنتونونو څېړونکو کابو دری سوه کسان چې تر پنځوسو کلونو یې عمرونه ډېر وو، پر دوو ډلو ووېشل، یوه ډله هغه چې له باغ او باغچې سره یې سرو کار نه و او بله ډله هغه چې په باغ او باغچه کې یې هم کار کاوه.

له څېړنې وروسته جوته شوه چې په باغ او باغچه کې پر کار بوختو۷۱ سلنه کسانو ځانونه ځوان احساسول. دغه راز د باغ او باغچې په چاروکې بوختو کسانو تر نورو هغو په ځانونو کې ډېره انرژي لیده، تر نورو یې ډېر ورزش کاوه او له ذهني پلوه هم تر نورو تکړه او فعال وو.

دوی تازه میوې او تازه سابه ډېر خوړل او له ژونده یې خوند اخیست.

 ژباړه: احمد الهام




t