څنګه ښه ژوند وکړو؟

څنګه ښه ژوند وکړو؟

 ژباړه: امان الله «حنیفي»

موږ ډېری داسې فکر کوو چې د خوشاله اوسېدو لپاره باید د خپل ژوند معمولي عادتونه بدل کړو او یا هم دا چې موږ باید ډېرې پيسې ولرو.

اصل خبره دا ده چې موږ په ژوند کې د خوشاله اوسېدو لپاره کاپي دلایل لرو، اوس اصلي کیسه دا ده چې څنګه کولای شو له دې تنګ او لنډ ژوند څخه خوند واخلو؟

پر دې موضوع پوهېدل یو مهارت غواړي او دا مهارت د نورو مهارتونو په څېر تکرار او تمرین ته اړتیا لري. همدا اوس، ډېری هغه شیان چې له ژونده د خوند اخیستو پر مهال هغه ته اړتیا ده، موږ ډېری هغه څیزونه لرو او له ژونده د خوند اخیستو تر ټولو اساسي لار لومړیتونه دي.

همدا اوس باید دې پوښتنې ته چې څنګه ښه ژوند وکړو؟ داسې ځواب ورکړو: له ژونده د خوند اخیستو لپاره باید د خپلو کارونو او وړتیاوو تر منځ لومړیتوبونه وټاکو. ډېری کسان له ژونده د خوند اخیستو د لارو چارو د پيدا کولو په لټه کې دي، موږ په همدې مقاله کې تاسې ته هغه ۲۵ اسانه لارې چارې ښيو چې په مټ یې کولای شی له ژونده خوند واخلئ.

  • پر خپل ځان مو تمرکز وکړئ موږ هر وخت د نورو سپارښتنو او خبرو ته غوږ یاستو، هغوی هر وخت د هغوی د تجربو او نظریو له تاکید او د هغه له سم بللو سره مینه لري. خو اصل خبره دا ده چې زموږ د ټولو انتخابونو، تصمیمونو او عواقبو مسوولیت زمو پر غاړه دی، نه د بل چا پر غاړه. نو ښه ده چې له بل هر څه مخکې پر خپل ځان، فکر، د کار پر طرز، له نورو سر په برخورد او اړیکو پاللو تمرکز وکړو او د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو ښې لارې وټاکو.
  • ارام او استراحت کولو ته وخت ورکړئ د ژوند په سختو او ستونزمنو حالاتو کې ښه ده چې یوڅه وخت شخصي استراحت او ارامۍ ته ورکړو. استراحت کول خپل مخکیني حالت ته د بېرته ستنېدلو او د انرژۍ بېرته اخیستلو تر ټولو ښه لار ده.
  • ډېر خبرونه مه اورئ د خبرونو په تله کې ځان ور اچول ډېر اسانه دي او له عمومي او مهمو مسایلو باخبره اوسېدل هم څه سخته خبره نه ده. ښه دا ده چې ډاډه اوسو، که هر ورځ خبرونه تعقیب هم نه کړو، د هېواد او نړۍ له مهمو پېښو خبرېږو. نو ښه ده چې خپل ډېر وخت د خبرونو اورېدو ته ور نه کړو او د هغه پر ځای بل مهم کار وکړو. که تاسې د ورځې په جریان کې منفي خبرونه د بېلګې په ډول په یو ښار کې د یوې چاودنې او په هغه کې د مړو او زخمیانو خبر واوری، طبیعي ده چې ستاسې به ډېر زړه پرې بد شي او ټوله ورځ به مو ګډه وډه کړي. هره ورځ د بدو او له کشمکشونو ډکو خبرونو اورېدل مو د وخت په تېرېدو سره پر ذهن منفي اغېز کوي او دا اغېز مو ټول ژوند تر خپل کنټرول لاندې راولي.
  • خپلې مثبتې اړیکې مو پراخې کړئ له ژونده د خوند اخیستو په موخه کولای شو د خپل ژوند له ملګري، کورنۍ او ملګرو سره د ښو اړیکو ساتلو او پاللو ته وخت ورکړو. باید له داسې کسانو سره اړیکې جوړې کړو چې هغوی زموږ پر ژوند مثبت اغېز وکړي او په موږ کې د یو مثبت بدلون راوستو باعث شي.
  • له نوو کسانو سره خبرې وکړئ ژوند په ټوله کې د انسان له اساسي وړتیا یوه هغه ده. نو پر همدې اساس له نوو کسانو سره اشنا کېدل د انسان روحیه پياوړې کوي. کله چې موږ له نوو کسانو سره اشنا کېږو، هغه ده چې له نوو فکرونو او ایډیاوو هم خبرېږو، چې له هغه سره زموږ په ژوند کې اسانتیاوې را منځ ته کېږي.
  • سفر وکړئ د دې لپاره چې له ژونده خوند واخلی، باید نورو ځایونو ته سفر وکړئ، له بېلابېلو فرهنګونو سره اشنا شئ او بالاخره د نورې نړۍ په اړه معلومات پيدا کړئ.
  • ناضرور توکي له ځانه لرې کړئ ډېره ګڼه ګوڼه او بیروبار، یا په کوټه کې د ټولو وسایلو ګډوډ پرېښودل او یا هم جامې سمې او په یوه معلوم ځای کې نه ځوړندول مو د ذهني نا ارامۍ سبب کېږي. ښه ده چې ناضرور ټول توکي مو د اوسېدو له کوټې، د کمپيوټر له سکرین، د جامو له تناب او پخلنځي څخه لرې کړئ، منظم اوسېدل ژوند ته خوند ورکوي.
  • شکر او مننې ایستلو ته وخت ورکړئ ښه ده چې هر ورځ دری هغه دلایل چې موږ یې له امله خوشاله شوي یو، د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې ولیکو او له امله یې چې خدای ج هغه پر موږ لورولي، د هغه شکر پر ځای کړو. د شکر پر ځای کول زموږ په وجود کې ښه احساس پيدا کوي او مرسته راسره کوي چې له پرون ورځې نن په ښه شکل خپل کارونه تر سره کړو.
  • د وخت ضایع کوونکي دلیلونه مو و ارزوئ ممکن ډېر وخت تاسې هم داسې کړي وي چې د یوې ورځې له ډېر ژر تېرېدو وروسته مو چې کله له ځان سره فکر کړی دی، د ټولې ورځې په اوږدو کې مو هېڅ پرمختګ یا په ښه ډول کار نه دی کړی. ښه ده چې د دې کار دلایل ولټوئ او د له منځه وړلو لپاره یې هماغه لحظه پکار شئ. د بېلګې په ډول، که تاسې په ټلیفون کې له اړتیا ډېرې خبرې کوی، نور مو دا عادت پرېږدئ او له اړتیا زیاتې خبرې مه کوئ.
  • فردي وړتیا مو پياوړې کړئ هرڅومره چې د ځان په اړه ډېر معلومات او پر ځان ډېر باور ولرو، هماغومره به ډېر دروني رضایت تر لاسه کړو. په دې اړه زیاته مطالعه درسره مرسته کولای شي.
  • خپلې بریاوې مو ونمانځئ د یوې بریا له لاسته راوړلو وروسته مو د هغه لپاره حد اقل یو وړ جشن جوړ کړئ او هغه له خپلې کورنۍ او دوستانو سره یو ځای ونمانځئ. دا په تاسې کې ښه احساس پيدا کوي او د نورو موخو تر لاسه کولو ته مو هڅوي.
  • له کوچنیو او معمولي پېښو هم خوند واخلئ دا مهمه نه ده چې حتماً دې داسې یوه مشخصه پېښه رامنځ ته شي چې تاسې د دې هغې له امله خوشالي ونمانځی. ښه ده چې له ځینو معمولي پېښو هم د خوند اخیستو په پار هغه ونمانځئ. د بېلګې په ډول، کوچني زوی مو د لومړي ځل لپاره ستاسې نوم اخیستی، ښه ده چې د هغه د نوې ژبې زده کولو په پار هغه ته یوه ښه ډالۍ واخلئ.
  • له کوره بیرون ووځئ د خپل حالت د ښه کولو لپاره ښه ده چې له کوره بیرون ووځو، له خپلو ماشومانو سره په چمن کې لوبې وکړو، د غره سر ته وخېژو او له هغه د لرې ځایونو سیل وکړو.
  • خپل نظر مو په جرئت سره ووايئ کله چې د خپل نظر له څرګندولو وېرېږو، مانا دا چې موږ پر خپل ځان باور نه لرو. د خپلو فکرونو، ایډیاوو او غوښتنو په اړه خبرې کول کېدای شي په لومړیو کې یو څه درته سخت وي، خو وروسته بیا له دې کاره خوند اخلی.
  • د ژوند ښې شېبې مو ثبت کړئ د ښو احساساتو یا خاطرو لرلو او په وار وار له هغه د خوند اخیستو لپاره ښه ده چې د هغه صحنې عکسونه او ويډیوګانې له ځان سره وساتو. کله یې چې وروسته ګورو، د هماغه شېبو احساس به کوو.
  • هر وخت زده کړې وکړئ هر وخت د نوو زده کړو لپاره وخت ځانګړی کړئ، د نوو څیزونو په زده کولو سره به تاسې ښه احساس کوی. د خپلو ملګرو په پرتله به ډېر معلومات لری او د یوې موضوع په اړه به خپل نظر په جرئت سره څرګندولی شی.




t