زما ولسه ! – عزیزالله عزیزي

زما ولسه ! – عزیزالله عزیزي

نور مې دا زړه بیخي راموړ شوی دی ، تاسې د خپل حق غوښتلو لپاره نه غږ پورته کوئ ، نه د بل چا ملاتړ کوئ ، نه د راتلوونکي غم درسره شته دی او نه نور ستاسې مجبوریت او بې وسي درک کولای شي …!

اخیر به څه کیږي !؟
دا حالات به هداسې روان وي او موږ او تاسې به یې ننداره کوو!؟
زموږ په حقوقونو دې نور بړسیږي او مستي دې وراباندې کوي !؟

دا ځکه ، چې ته او زه یو نه یو !
موږ اتفاق نلرو !
موږ د فساد ، درغلیو او عدالت غوښتنې لپاره مبارزه نشو کولای !
ای د دې ولس ځوانه!
ای د دې ولس مشره ، ملکه او مدني فعاله !
ای د دې ولس نفوذ لروونکیه !
ته دې د خپل ولس بې وسي ، مجبوري وګوره او بیا دلته د ځینو خود خواه انسانانو کړنې وګوره ، چې ستا په مقابل کې څه ډول دریز لري !؟

دا منم ، چې هر څوک نیمګړیتاوي لري ، هر څوک سهوه کیږي ، هر څوک له یو نه یوې خوانه مجبوره دی ، خو نور د دې ولس په سترګو کې خاورې اچول له ځان سره ظلم دی !

زما د چپ کولو لپاره ډير هڅه کوي ، چې ما هم ستاسو په شان چپ کړي ، که رښتیا ووایم ځیني حالاتو کې غلی پاتې شم ، خو دا چوپتیا راته یو ډول پیغور راکوي !
بیا مې زړه راتنګ شي او خپل ولس ته دعدالت غوښتنې او حق غوښتنې غږ وکړم!
دا چاره ډیری حالاتو کې رانه غیر اختیاري کیږي ، کاش !
چې تاسې نور د حالاتو تر اغیز لاندې رانشئ !
زما په شان د ډيرو ویده ضمیرونه راویښ کړئ !
ستاسو د غږ ټپ کولو هڅه که چا وکړه زه مو ترشاه ولاړ یم ، ستاسې غږ باید د ځان د ګټې لپاره نه وي !
ستاسې غږ باید د مظلوم ولس د بقا او عدالت غوښتنې لپاره وي !
ستاسې غوښتنې باید د ټولنې د بهبود لپاره وي !
ستاسې هڅه او کړنې باید د اصلاح لپاره وي !
ستاسې کوششونه باید د تعلیم ، بیا رغونې ، پرمختګ او سمون لپاره وي !
ما تل هڅه کړې ، چې د ټولنې د سمون او د خپلو ولسونو او غریبو عزیزانو د حق غوښتنې او عدالت غوښتنې لپاره غږ پورته کړم او دا زما مسولیت دی ، زه یې په هیچا احسان نه کوي ….
خو هغه وخت زیات خپه شم ، چې یو څوک راته وایي :

ته موږ سره څه دوښمنې لرې ؟
ولې داسې کوې !؟
ته خو د دې ځای هم نه یې ؟
ستا یې په دې کارونو څه ؟
دا کار به درته ښه نشي ؟
خپله عقده سړوې ……….!؟

خو زه بیا هم درته وایم ، چې زه له هیچا سره شخصي دعوه نه لرم او نه ورسره د خپلو شخصي ګټو لپاره په څه باندې هوکړه کوم !

هغوي دې په خلاصو غوږونو واوري !
چې زه په دې برخه کې له هیڅ شي نه هم ډار نه لرم او نه په ځينو خبرو زما مخه څوک نیولی شي !

هر چاته په ډير ادب قایل یم او په پوره حوصله قناعت ورکوم !
که زه غلی کینم بیا هم باوري یم ، چې یو څوک به راپیدا کیږي ، که نن نه وي ، نو یو وخت به دې وګړو ته عدالت غواړي !
دوي ته به د دوي حقوقو چیغه پورته کوي !
هغه وخت به مې زړه ارام شي ، چې هر وګړی د خپل حق غوښتنې لپاره مبارزه وکړي !
داسې مبارزه ، چې چاته زیان ونه رسوي ، خو ځان خپل هدف ته ورسوي !
ډار یواځې له خالق نه پکار دی د مخلوق نه ډاریدوونکي وګړي به د ډار له کبله یوه ورځ مري !.

مخاطب نلري! .

۲۰۲۰/۲/۱۱

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t