کونړ: ښاري او کلیوالي سیمو کې د خاورې او اوبو ککړتیا مخنیوي پار د عامه پوهونې غونډه وشوه

کونړ: ښاري او کلیوالي سیمو کې د خاورې او اوبو ککړتیا مخنیوي پار د عامه پوهونې غونډه وشوه

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، په همدې پار جوړ شوو مراسیمو کې چې د کونړ والي سربېره، د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي، ولسي جرګې غړي نعمت الله کریاب، هدف موسسې استازو او د مرکز اسعد اباد په ګډون د مرورې،سرکاڼو او شیګل ولسوالیو قومي مشرانو، ځوانانو، علماوو او مدني ټو لنو استازو برخه اخیستې وه.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي:

چاپیریال د انسان د اړتیاوو پوره کولو او ژوند ځای دی چې د وخت په تېرېدو یې ارزښت لاپسې زیاتیږی. د خاورې، اوبو او هوا ککړتیا هغه څه دي ، چې انساني ټولنه له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړي وویل انسانان مکلف دي چې د خپل ژوند د بقا لپاره ځان او چاپیریال پاک وساتي.

ویناوالو پاک چاپیریال د ژوند تیرولو لپاره ستره اړتیا یاده کړه او د ښاري او کلیوالي سیمو پاکوالي او سرسبزۍ په برخه کې یې د همکاریو ژمنه وکړه.

د ولایتي شورا رئیس او هدف موسسې استازو هم د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د پاک چاپیرل په ارزښت د خبرو سربېره د کونړ په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د ځمکې خاورې او هوا ککړتیا منخیوي په برخه کې د عامه پوهاوي ترسره شوو فعالیتو په تړاو مالومات وړاندې کړل

دیني عالمانو پاکوالی د ایمان برخه یاده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ځان او چاپیریال پاک وساتي

د ولسي جرګې غړی استاد نعمت الله کریاب هم د غونډې ویناوال و چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې د ټولنې د وګړو په مسوولیتونو د خبرو ترڅنګ له ټولوخواوو وغوښتل چې په چاپیریال ساتنه کې د مسوولیت منلو حس پیاوړی او د همکارۍ په غښتلې روحیې د پاک چاپیریال ساتنې فرهنګ دود کړي.




t