کبر (لویې) یوازې د الله ج سره ښایې:

کبر (لویې) یوازې د الله ج سره ښایې:

لیکنه: شهیدالله “شهیدخیل”
انسان تل باید دا فکر وکړي چې زه له خاورو څخه پیدا شوی یم او بېرته به خاورې کېږم، او بل انسان داسې یو عاجز مخلوق دی چې له خپل ځان څخه یو عادي مرض هم نه شي لېري کوالای نو انسان ته په کار ده، چې له کبر( لویې) کولو څخه ځان وژغوري، او بل دا چې کوم کسان چې کبر (لویې) کوي، هغه الله ج د تل لپاره زليله کړې دي، چې ښه مثال د إبليس علیه لعنة دی چې الله ج ملائکو ته امر وکی: چې حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړی خو شیطان له سجدې کولو څخه انکار وکی، الآیة. چې دده دې انکار او لویۍ په وجه الله ج د تل لپاره له خپل رحمت څخه وشاړه.
نو هغه کسان چې تر نورو کسانو ځانونه غوره ګڼې نو دا کسان غوره نه دې ځکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې: بهترین ستاسو هغه څوک چې تقوا لرونکی وي.( الحدیث)
نه هغه کسان چې ډېرې پیسې او شتمني ولرې. خو هغه کسان چې لویې ( کبر) کوي نو دې کسانو ډېر لوی تاوان کړی دی، او دا کسان د الله ج نه دې خوښ او هیڅکله هغه ته د رحمت په سترګه نه ګوري، نو ټولو مسلمانانو ته په کار ده چې د خپل ژوند په ټولو چارو کې تواضع او خاکسري وکړي.




t