د مور مینه

د مور مینه

ژباړه: عرفان الله عرفان

د پلار له مرګ وروسته،زوی خپله سپین سرې مور د زړو خلکو د اوسېدو ځای ته یوړه او کله نا کله به یې پرې پوښتنه کوله،یوه ورځ له هغه ځای څخه ورسره اړیکه ونیول شوه، چې مور مو د ځلکدن په حال کې ده، زوی یې مخکې له دې چې مور یې له دې نړۍ څخه لاړه شي،ژر یې حرکت وکړ تر څو خپله مور وویني.
له رسیدو سره سم یې له مور څخه پوښتنه وکړه:
څه غواړې چې سرته یې ورسوم؟
مور یې ورته وویل:
غواړم د دې ځای د اوسېدوونکو لپاره بادپکه ولګوې،همدارنګه د خوړو د ساتلو لپاره یخچال،چې ډېری شپې مې په نهره او ولږه تیرې کړي.
زوی یې په حیرانتیا سره ورته وویل:
تر اوسه دې ماته کومه ګیله نه ده کړې؛اوس چې دې د ځلکدن وخت دی له ما داسې څه غواړې؟
مور یې په ځواب کې وویل:
هو زویه، ما خو له دې هر څه سره عادت کړی و؛خو ویرېږم کله چې ته سپین ګیری شې او بچیان دې دې ځای ته راولي له داسې ستونزو سره عادت ونه کړې.




t