۱: ولي مسلمانان و کعبې ته عبادت کوي؟

۱: ولي مسلمانان و کعبې ته عبادت کوي؟

۲: که چیري کعبه د عبادت د لور لپاره وي ولي خدای د عبادت لپاره یو جهت لکه شمال یا جنوب نه انتخاباوه؟
۳: دغه حجر الاسود مچول پردې باندي دلالت نه کوي چی تاسی د ډبرو عبادت کوي؟

  • ځواب: عبدالغفار جُبیر

۱: مسلمانان و کعبې ته عبادت نه کوي، بلکې کعبه شریفه یو طرف دی چی الله جل جلاله د مسلمانانو د عبادت د نظم لپاره ټاکلی دی، دا چي اسلام د نظم او نسق دین دی، نو ځکه الله جل جلاله ورته معین لوری ټاکلی دی، که چیری د لمانځه لپاره یو معین لور نه وای ټاکل شوی یوه به لمونځ و شرق ته کولای، بل به یې و غرب ته کولای، بل به یې و شمال ته کولاي ، بل به یې و جنوب ته کولاي او بل بلې خواته.
۲: موږ مسلمانان چي لمونځ کوو موږ داسی نه وایو چی موږ ددغې کعبې عبادت کوو، په نیت کي داسی وایو چي ( الله لمونځ خاص و تاته کوو) او حال داچي هغه مشرکین چي د بتانو عبادت کوي هغه د هر یوه نوم اخلي لکه راما، کرشنا ، بودا او نور…
۳: ټول مشرکین چي د خپلو بتانو عبادت کوی هغه له هغو بتانو څخه چي د هر شي څخه یې جوړ کړی وي د هغو څخه کومک غواړي خو یو مسلمان به نه راوښیې چي د کعبې څخه کومک و غواړي، ولي؟؟؟ داځکه موږ د کعبې عبادت نه کوو موږ صرف د خدای عبادت کوو او د خدای څخه مرسته غواړو.
۴: تاسی و ګوری هغه کسان چي د بتاتو عبادت کوي، هغه د بت پر سر باندي عبادت نشي کولای دا ځکه دا ددې بت توهین دی، خو په اسلام کي دا روا ده چي د کعبې پر سر باندي عبادت وشي.
۵: هیڅ مشرک د بت په نس کي عبادت نشی کولای چي بت هر څومري غټ وي، دا ځکه داد ددغه بت لپاره توهین دی، دا چي موږ کعبې ته عبادت نه کوو نو ځکه یې په نس کي هم لمونځ کولای شو او روا ده.
۶: ټول مشرکین د خپلو خدایانو لپاره نذرانې او خیراتونه کوي، خو تر اوسه به یو مسلمان نه را وښیاست چي د کعبې په نامه سره یې کومه صدقه ، خیرات یا نذرانه کړې وي، دا ځکه چي موږ مسلمانان هر څه د خدای لپاره کوو، نه د کعبې لپاره.
۷: ټول مشرکین چي کله د یوه مصیبت، توپان، افت او کړاو سره لاس او ګریوان کیږي و خپلو بتاتو ته نارې، فریادونه او چیغي وهي خو یو مسلمان به نه راوښیاست چي د کوم مصیبت په حالت کي یې وکعبې ته چیغي کړي وی او مرسته یې له کعبې غوښتې وي داځکه کعبه زموږ خدای نه ده بلکې دعبادت یو جهت دی او موږ مسلمانان هرڅه له یوه لاشریکه الله جل جلاله څخه غواړو او بس.
۸: که چیری وکعبې شریفي ته موږ عبادت کولای نو کعبه څو ځلي ونړیدل، نوعبادت هم باید ختم شوی وای، خو داچي موږ صرف والله ته عبادت وو نو ځکه د کعبې په نړیدو سره زموږ عبادت له منځه نه ځي.
۹: داچي الله جل جلاله د عبادت لپاره کعبه شریفه انتخاب کړه او یو جهت یې انتخاب نه کړ، داځکه هغه تجلیات ، فیوضات او انوار چي دالله له لوري پرکعبې باندي را کښته کیږي هغه د مځکې پریوه ځای باندي نسته، خو دا وهغه چاته نه معلومیږي چي د ایمان نور یې په زړه کي نه وي، وبل لورته کله چي مؤمن مسلمان وکعبې و لور ته دریږي ددغه مؤمن زړه وکعبې ته دمخامخ ددریدو څخه فیوضات او نور جذبوي، روح یې خوشحاله کیږي او پرعبادت باندي خوند اخلي او د روح د خوښۍ سره بدن ټوله خوشحاله کیږي او خپله روح غذا پوره کوي.
۱۰: صرف د حجر الاسود مچول پر دې باندي دلالت نه کوي چي موږ یې عبادت کوو، زه به اوس درته څو بیلګې وړاندي کړم:
یوه مور خپل ماشوم مچوي، ایا ددې معنا داده چي دغه مور ددغه کوچني عبادت کوي؟ نه هیڅکله نه.
یو خاوند خپله میرمن مچوي، ایا ددې معنا داده چي دغه خاوند د خپلې میرمنې عبادت کوي؟ نه هیڅکله نه.
په اسلامي نړۍ کي کله چي مسلمانان سره وینې د لوغبړ په وخت کي یو د بله سره مچوي ایا ددې معنا داده چي دوی یو دبله سره عبادت کوي؟ نه هیڅکله نه.
مسلمانان ولي حجر الاسود مچوي؟؟؟
امیر المؤمنین خلیفة المسلمین حضرت عمر فاروق رضی الله عنه چي کله و حجر الاسود ته و دریدی داسی یې ورته وویل:
زه پوهیږم چي ته یوه ډبره یې نه ضرر رسولای شې او نه ګټه، داچي نبي کریم صلی الله علیه وسلم مچ کړې یې نو زه دي مچوم.
موږ په دې دغه ډبره مچوو چي د اسلام ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مچ کړیده، له دې څخه موږ روحي خوند اخلو، دا موږ د تبرک او د سعادت سبب ګڼو، هر هغه ځای چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم تګ پرکړی وی، مچ کړی یې وي، خوله مبارکه یې پرایښې وي، لاس مبارک یې پرایښی وی، پښه مبارکه یې پرایښې وي دا ټول زموږ لپاره تبرکات دي، موږ په دې ویاړو ، دا زموږ لپاره هم ددې دنیا او هم د اخرت د نیکبختۍ سبب ګرځي.




t