تبلیغي شوی شهسوار خان بیا سندرغاړی کیږي

تبلیغي شوی شهسوار خان بیا سندرغاړی کیږي

پښتون سندرغاړي شهسوار خان د سندرو ډګر ته د بیا راتلو اعلان کړی دی

شهسوار خان دوه کاله وړاندې د تبلیغیانو په هڅه له سندرو لاس اخیستی و او تبلیغ ته یې مخه کړې وه، خو اوس وایي غواړي تبلیغ او سندرې دواړه وکړي.

شهسوار خان د امریکا غږ ډیوه راډیو سره په مرکه کې ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې نه حکومت، نه د تبلیغ ملګرو او نه عامو خلکو د هغه پوښتنه وکړه.

شهسوار ویلي هغه د دې ترڅنګ چې یوهنرمن دی، د دوو اولادونو پلار هم دی او د دغو اولادونو د پالنې او روزنې لپاره اړ دی چې دنیاوي چارې هم د خپل توان تر کچې پرمخ بوځي.




t