ملت بايد د سولي ولسي حرکت ملاتړ وکړي

ملت بايد د سولي ولسي حرکت ملاتړ وکړي

صابر (پيمان)

که افغان ولس په هيواد کي واقعاً د سولي هيلي او خوبونه رښتيا کېدل غواړي، نو بايد په کلکه د سولي د هر حرکت په ځانګړي ډول د افغانستان د سولي ولسي حرکت ملاتړ او دفاع وکړي.

تېره اوونۍ طالبانو فراه کي د افغانستان د سولي ولسي حرکت ۲۷ غړي برمته کړل.

د سولي ولسي غورځنګ وياند بسم الله وطندوست وايي، طالبانو دغه کسان د رواني جدي/مرغومي پر ۳مه له هراته فراه ته پر لاره د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کي تښتولي دي.

ددغه غورځنګ غړو دوې اوونۍ مخکي له هلمند څخه د هېواد د نورو سیمو پر لور د سولي او اوربند د غوښتني په موخه تازه سفرونه پیل کړل؛ چي له هراته فراه ته د لاري په اوږدو کي طالبانو درولي او برمته کړي دي.

بسم الله وطندوست وايي، د حرکت برمته شويو غړو يې هلته د اوربند او سولي په ملاتړ د لاریونونو پرواګرامونه لرل، چي د فراه اړوند سیمو کي طالبانو له ځان سره بېولي دي او لاهم ددوی په آړه هيڅ احوال نه لري.

وطندوست وویل: “که څه هم موږ په وارو_وارو د طالبانو سیمو ته ورغلي یو او له هغوی سره مو خبري کړي دي، د هغوی ټولي اندېښنې مو رفع کړي دي. خو بیا داسي پېښه رامنځ ته کیږي.”

نوموړي زياته کړه، دا څلورم ځل دی، چي طالبان د سولي ولسي حرکت غړي نیسي.

طالبانو لاهم په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د فراه مرستیال والي مسعود بختور ويلي، نیول شوي کسان ګلستان ولسوالۍ ته بېول شوي او هڅه کوي، چي د سپین ږیرو او قومي مخورو په وساطت يې راخوشي کړي.

د سولي ولسي حرکت غړو شاوخوا ۲۰ ورځي مخکي د افغانستان ټولو ولایتونو ته خپل سفر له هلمند څخه پیل کړ؛ له هلمند هرات ته ولاړل، څو د سولي پيغام خلکو ته ورسوي، چي په څلورم ځل د فراه په مربوطاتو کي وتښتول شول.

د سولي ولسي حرکت وياند زیاتوي، د تښتول شويو ملګرو له لوري وروستي ليکنيز ټیلیفوني پيغام کي ورته ویل شوي، چي دوی له طالبانو سره دي او طالبان غواړي، چي خپلو سیمو ته یې بوځي.

بسم الله وطندوست څرګندوي، چي د اعتراضونو په نوې لړۍ کي به دوی د افغانستان ټولو ولایتونو ته ځي او هلته به د سولي د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړوي او ترڅنګ به یې د سولي او اوربند په ملاتړ لاریونونه کوي.

د هغه په وینا، دا لړۍ یې له هلمنده پیل کړې، تراوسه هرات ته تللي او پلان یې دا و، چي بادغیس او غور ولایتونو ته ولاړ شي، خو په وینا یې د واورو او لاري بندېدو له امله اړ شوي، چي فراه ته د تګ نیت وکړي.

د سولي هر ږغ او حرکت د افغانستان غوندي جګړه ځپلي هيواد د آبادۍ او ښېرازۍ لپاره ډېر آغېزمن تمامېدای شي؛ نو ټوله يې بايد ملاتړ او دفاع خپل ملي مسووليت او مکلفيت وګڼو.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغانستان سوله ليکني او ژباړي ولسي حرکت

تبصره وکړئ

avatar
t