د آزمويل شوو آزمويل خطا ده!

د آزمويل شوو آزمويل خطا ده!

نذير (ساحل)

د مرغومي/جدي ۶مه د افغانستان په معاصر تاريخ کي هغه توره ورځ ده، چي ۴۰ کاله وړاندي پخواني شوروي ځواکونو ټول نړېوال، بشري او انساني اصول تر پښو لاندي کړل او پر افغانستان یې یرغل وکړ.

بې رحمه سره پوځونو غوښتل، د ظلم، وحشت او بربریت په خپرولو سره خپله مفکوره پر افغانانو تحميل کړي، خو افغان ولس ددغه يرغل پر ضد کلک مقاومت وکړ؛ يو نيم ميليون افغانان شهيدان، په لکونو ټپيان، لکونو نور يتميان او بې کوره شول، چي په نتیجه کي يې سور پوځ دړي_وړي او په ناکامۍ او ټيټو سترګو له افغانستانه ووت.

د پخواني شوروي پوځونه ۱۰ کاله په افغانستان کي پاته شول او دغلته یې جګړې، وژنو او بریدونو ته دوام ورکړ، چي له کبله یې میلیونونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښتله او ډېری افغان یې معلول او کډوالۍ ته آړ کړل.

اصلي خبره داده، چي افغانان باید نور له تېرو تجربو زده کړي وکړي او نور په خپلو کي سره متحد او متفق شي؛ دغه راز د پردیو آهدافو او منافعو پرځای خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته ترجېح ورکړي.

دا چي روسانو بياځلي افغانستان ته د مرستي په موخه د تګ نیت کړی؛ هيڅ باور پرې نه شي کېدای، ځکه وايي: «د آزمويل شوو آزمويل خطا ده.» نو که له تېرو ترخو تجربو پند ترلاسه نه کړو او نورهم د خپلو هېوادوالو مرګونو او د وطن تخریب ته دوام ورکړو، لېري به نه وي، چي راتلونکي څلور نوري لسیزي به هم دا ډول په اور کي سوځو، همدا ډول به له پښو غورځېدلي یو، پردو ته آړ او د نړۍ له کاروانه به شاته پاته یو.

د مرغومي/جدي ۶مه د افغان تاریخ په څپه کي هغه توره او نه هېرېدونکي ورځ ده، چي پر آمو سیند سور ښامار را واوښت او پر افغانستان یې سینه واچوله، دلته یې د خپلو لاسپوڅو د تپل شوي واکمنۍ د ټینګښت په موخه ځمکنۍ او هوایي خونړۍ جګړه پیل کړه، د ظالمو او بې رحمه ځواکونو په مټ يې په لکونو افغانان ووژل، افغانستان یې لوټي_لوټي کړ او په ميلیونونه یې هجرت او خپل ټاټوبي پرېښودلو ته اړ کړل.

په افغانستان کي یې داسي جنایتونه وکړل، چي غوږونه یې په آورېدلو او سترګي يې په ليدلو ناتوانه دي، خو دا هرڅه هېر شول، اوس د هغې جګړې هیڅ هم پاته نه دي، هغه نسلونه چي ددغه وحشت شاهدان وو، يا خو له دې نړۍ څخه تللي او یا هم د تللو په حال کي دي.

سیاسي کارپوهان د پخواني حکومتونو غلطو سیاستونو ته په انتقاد سره وايي، چي د افغانستان د شاته پاته کېدو او بدبختۍ يوازنی لامل د افغان سیاسیونو غلط سیاستونه او پردیو ته غاړه ايښودل دي.

دا چي افغان ولس تر څلورو لسيزو وروسته د یو لوی یرغل یادونه اوس هم يوازي غندي، مفهوم يې دادی، چي دغه جګړه ځپلي ولس لاهم له خپلو غمیزو او حماسو څخه هيڅ عبرت نه دی اخيستی.

تاریخ په ډاګه کړې، چي افغانان تل د نورو په اشاره د هغوی د آهدافو او ګټو لپاره د خپلو هېوادوالو سره ماشه په ماشه شوي؛ ځکه خو مو تر ۴۰ کلونو وروسته اوس هم ولس او وطن دواړه په پردي اور کي لولپه کيږي.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغانستان ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar
t