کابل کي د جنايي جرمونو ډېرېدو جدي آندېښنې!

کابل کي د جنايي جرمونو ډېرېدو جدي آندېښنې!

حميد (انعام)

د افغانستان په پلازمېنه کابل کي د وسله والو غلو لخوا د امریکایي پوهنتون پر زدکړیال علي سینا برید وروستۍ پېښه ده، چي د چاقو په ګوزارونو وژل کېږي.

په ورځني ډول د کابل له بېلابېلو برخو څخه د وژنو او موبایل د غلاوو راپورونه ورکول کیږي، چي په دې لړ کي علي سینا د کابل هغه اوسېدونکی و، چي کورته پر لاره د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی. لاهم ددې پېښي آنګېزه روښانه نه ده؛ خو ګومان کیږي، چي وسله والو غلو وژلی دی.

د علي سینا ورور ویلي؛ ۲۲ کلن علی سینا د مور یوازنی زوی و، چي له ستونزو ډک ژوند یې و. د هغه خپلوانو څرګنده کړې، چي که د کابل امنیتي حالات همداسي دوام وکړي؛ موږ به علي سینا ته ورته سلګونه نور ځوانان له لاسه ورکړو.

د پلازمېني کابل د هري څنډي اوسېدونکي له وسله والو غلاوو او شوکو اندېښنه ښيي. دغه راز تر دې وروسته دوه کسان د ۷مي ناحیې، دوه د درېیمي ناحیې او یو بل کس د اتلسمي ناحیې اړوند سیمو کي وژل شوي، چي انګېزه یې وسله والي غلاوي ښودل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند عصمت الله نېکزاد وايي، پر علي سينا برید کوونکو د هغه مبایل او کمپیوتر هم له ځان سره وړي دي.

ککړه هوا، خونړۍ چاودني او وسله والي غلاوي هغه څه دي، د هېوادوالو په ځانګړي توګه د پلازمېني کابل د اوسېدونکو ژوند يې تریخ کړی دی. که څه هم امنیتي چارواکي په دې تړاو د یو لړ ځانګړو هڅو یادونه کوي؛ خو کابل کي د جنايي جرمونو ګراف د لوړېدو په حال کي دی.

هاخوا د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخي، په دغه ښار کي کابو ۴۵ زره کوڅه ډبي سپي شته، کابل ښاریان وایي، تر کوڅه ډبو سپو د وسله والو غلاو شمېر ډېر دی.
کابل ښاریان نور له غلاو، قتلونو او ډول_ډول جنايي پېښو تر پوزي راغلي او زیاتوي، غله دومره ډېر شوي، چي په رڼا ورځ غلا، وژني او نور جنایات ترسره کوي.
د کابل ښاریانو په خبره، د خلکو له لاسونو د موبایلونو تښتول، له مېرمنو د لاسي بکسونو تښتول، دوکان ته د مخ پټو وسله والو غلو ورتلل او د هغوی پیسې لوټل، پر څلور لارو او د موټرو تم ځایونو کي د خلکو له جېبونو موبایل غلاکول او آن د څو پیسو پر سر د یوه انسان وژل هغه پېښي دي، چي په دې وروستیو کي په پلازمېنه کابل کي ډېري شوي دي.

ښايي پلازمېنه کابل د هغو ولایتونو د ډلي په سر کي راشي، چي زیاتي وسله ‌والي غلاوي، ترورونه او نور جنایتونه پکي ترسره کېږي او آن د یوه موبایل پرسر هم خلک پکي وژل کيږي.

وسله وال غله، لوټماران او جنایتکاران په رڼا ورځ پر عامو خلکو وسله وال یا د چاقوګانو برید کوي، خو دومره څوک نه ‌شته، چي ددغو سور سترګو مخنیوی وکړي.

دا چي په وروستیو څو میاشتو کي په کابل کي خونړي ځانمرګي بریدونه او چاودني کمي شوي، خو د جنايي جرمونو د زیاتوالي آړوند لاهم جدي آندېښنې موجودي دي.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغانستان امنیت ليکني او ژباړي ناامني کابل

تبصره وکړئ

avatar
t