افغانان د اوسنۍ لانجې حل غواړي!

افغانان د اوسنۍ لانجې حل غواړي!

نجيب (بدلون)

د افغان جګړې او سولي د مطالعاتو انسټیټیوت تازه سروې ښيي، چي زياتره افغانان د سیاسي توافق له لاري ددغه هیواد د شخړي پر حل او د جمهوري نظام پر دوام خوښ دي.

ددغه انسټیټیوت مسوول تمیم اعصي د (سلواغې پر۳مه) خبریالانو ته وویل، چي دا سروې د افغانستان په مختلفو زونونو کي د ۵۰۰۰ کسانو سره د مخامخ خبرو له لاري ترسره سوې ده.

د هغه په خبره، په دې سروې کي شامل ۶۰ فیصده کسان د ښارونو او ۴۰ فیصده یې د کلیو اوسېدونکي وه، چې ۸۰ فیصدو یې د نظامي اقداماتو پرځای د سیاسي لارو چارو څخه په استفادې د افغان لانجې د حلېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه نظرپوښتنه کي ۶۸ فیصده ګډون‌کوونکو د جمهوري نظام، ۱۲ فیصدو د امارت، ۱۱ فیصدو ګډ جمهوري او امارتي حکومت پلوي کړې او ۸ فیصدو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سولي له توافق پرته د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کي د افغان حکومت برخلیک ددې نظرپوښتني یوه بله برخه ده، په نظرپوښتنه کي ۵۲ فیصده کسان په دې نظر دي، چي کورنۍ جګړه به رامنځ ته سي، خو ۴۸ فیصده بیا وايي، چي فعلي نظام به دوام وکړي.

په نظرپوښتنه کي د سولي له ممکنه توافق وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه ۴۶ فیصده کسانو ویلي، چي نړیوال ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي، ۳۳ فیصدو یې پر پاته کېدو ټینګار کړی او ۲۱ فیصدو ویلي، چي ددغو ځواکونو یوه برخه دي په افغانستان کي پاته سي.

د سولي تر توافق وروسته د طالبانو په لیکو کي د بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه ۵۷ فیصده کسانو ویلي، چي دا جنګیالي باید له افغانستان څخه بهر سي او ۴۳ فیصده کسانو په دغه هیواد کي د هغوی پر پاته کېدو ټینګار کړی دی.

هاخوا د افغان سولي په چارو کي د دولت وزارت وايي، چي د افغان سولي پروسې څخه د نړیوالو ملاتړ ډلو د رامنځ ته کولو لپاره، په کابل کي له بهرنیو ډیپلوماتانو سره خبري کوي.

ياد وزارت ویلي، دا نړیواله ډله د افغان سولي لپاره د نړیوالو هڅو د منسجم کولو او په دې برخه کي د اجماع د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.

د افغان سولي پروسې څخه د نړیوالو ملاتړ ډله د افغان ولسمشر محمداشرف غني د فرمان په اساس جوړېږي، چي رهبري به یې د افغانستان په استازیتوب د سولي په چارو کي د دولت وزارت پر غاړه وي.

د چارو کارپوهان وايي، د افغان حکومت په غوښتنه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتي بهیر غځېدلی دی.

په داسي حال کي، چي امریکايي او طالب استازي لاهم په قطر کي تر ۵ ورځنیو مذاکراتو وروسته د سولي تړون د لاسلیکولو د څرنګوالي پرسر موافقې ته نه دي رسېدلي.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغانستان ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar
t