آيا د سولي هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده؟

آيا د سولي هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده؟

بهير (افغان)

د افغان جګړې ښکېلي غاړي بايد ژر تر ژره ترټولو لومړی روان تاوتریخوالی ودروي؛ ترڅو د سولي په برخه کي نهايي هوکړي ته ژر ورسيږي.

راپورونه وايي، امریکا د طالبانو د سیاسي استازو سره د موافقې د لاسلیک لپاره خپل شرایط بدل کړي دي.

د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوولسم ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کي د طالبانو له سیاسي استازو سره د سولي یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خبري کوي.

د جنوبي اسیا د چارو امریکايي څېړونکي «بارنټ روبین» په دې تړاو ويلي، د طالبانو او امریکا د سولي په موافقه کي منل سوې، چي طالبان به له ۷ تر ۱۰ ورځو پوري روان تشدد راکموي، د موافقې د لاسلیک په صورت کي به په ۱۳۵ ورځو کي د امریکايي پوځيانو شمېر ۸۵۰۰ ته راټيټيږي، دغه راز د موافقې تر لاسلیک وروسته به په لسو ورځو کي د طالبانو استازي د افغان حکومت سره مخامخ خبري کوي.

بارنټ روبین تائید کړې، چي طالبان او امریکا د افغان سولي موافقې لاسلیک ته ډېر نږدې سوي او څرګنده یې کړه، چي بین الافغاني مذاکرات به په ناروې کي ترسره کيږي.

هاخوا ویل کيږي، چي د امریکا هیئت په غوښتنو کي تغیر او تبدیل راغلی. امریکا وايي، موږ داسي د تاوتريخوالي کمېدل یا اوربند غواړو، چي دوام وکړي، تردې علاوه، دا هم ویل کيږي، چي که امریکا او طالبان د امریکايي ځواکونو د وتلو قرارداد کوي، په هغه کي به هم شرایط موجود وي؛ شرايط به دا وي، چي طالبان باید د افغان حکومت او سیاسیونو سره یوې روغي_جوړي ته ورسېږي او کوم پرمختګ، چي په افغانستان کي ترسره سوی، باید له منځه ولاړ نه سي، نو له همدې امله طالبان سخت ناراض دي او وايي، کوم شرایط چي خلیلزاد غوښتل هغه د دوی لپاره واضح وو او هغه یې ومنل، خو خلیلزاد له خپلي وعدې واوښت او نور شرایط یې کيښودل.

د طالبانو دا وړاندیز چي روان تشدد به کموي، افغان حکومت هم کافي نه دی بللی.

افغان حکومت په وارو_وارو ویلي، چي طالبان باید په بشپړ ډول اوربند اعلان کړي؛ بیا حکومت ورسره خبري کوي.

بل لور ته په دې تړاو د بخښني نړیوال سازمان تېره اوونۍ په یوه اعلامیه کي په ډاګه کړه، چي په افغانستان کي د روان تشدد د کمولو وړاندیز یوه بې مفهومه او مسخره خبره ده.

ياد نړیوال سازمان وویل، چي په افغانستان کي د روان تاوتریخوالي هېڅ اندازه او حد د منلو وړ نه دي.

د کارپوهانو په باور، په داسي یوه بحراني حالت کي، چي پر ملکي خلکو بریدونه کيږي؛ دا خبره بې مفهومه ده، چي د تاوتریخوالي اندازه به راکميږي.

شنونکي وايي، امریکا او طالبان دواړه باید د جګړې قوانینو ته متعهد وي او نور پر ملکي افغانانو خپل بریدونه پای ته ورسوي؛ ترڅو د سولي روانه نامعلومه پروسه بریالۍ سي.

لیکوال

عبدالله ګوهر

عبدالله ګوهر يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.



افغانستان ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar
t