سږکال ۳مه برخه افغانان لوږه او فقر ګواښي

سږکال ۳مه برخه افغانان لوږه او فقر ګواښي

شبير (عطايي)

سياسي کارپوهانو او شنونکو په افغانستان کي د امریکایي پوځيانو د حضور، د افغان سولي مذاکراتو او رواني جګړې په اړه بېلابېل غبرګونونه او نظرونه وړاندي کړي.

په همدې تړاو د امريکا يو پخواني جنرال «جک کین» ویلي، د طالبانو لومړیتوب دادی، چي د امریکا سره شونې هوکړه به په بشپړ ډول له افغانستان څخه د امریکایي پوځيانو وتلو ته لاره هواره کړي.

د جنرال کين په آند، د طالبانو سره د خبرو له لاري د سیاسي او سوله ییز جوړجاړي احتمال ډېر کم ليدل کېږي.

جنرال کین زياته کړې، چي د طالبانو سره مذاکرات يوشمېر څیزونو ته آړتیا لري، لکه اوربند او په افغانستان کي لږترلږه ۸۶۰۰ امریکایي ځواکونو ساتل.

د نوموړي په وینا، واشنګټن هڅه کوي، په افغانستان کي له سیاسي لاري خپله تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، خو فعلي شرايطو ته په کتو لاهم په افغانستان کي د تاوتریخوالي د کمښت هيڅ څرک نه تر سترګو کېږي.

د شنونکو په آند، طالبان هیله لري، امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او امریکا غواړي، چي طالبان او نور افغانان د یوه ګډ حکومت په اړه خبري وکړي؛ ځکه دغه هيواد په راتلونکو څو میاشتو کي په افغانستان کي د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټوي، حتی که د سولي تړون لاسلیک هم نه سي.

شمېرې ښيي، چي دا مهال شاوخوا ۱۳زره امريکايي پوځيان په افغانستان کي مېشت دي.

هاخوا طالبانو لاهم د افغان سولي په مذاکراتو کي د امریکا له لوري وړاندي سوي غوښتني او شرایط نه ‌دي منلي، چي دغي چاري د افغان سولي مذاکراتي بهير د ځند او خنډ سره مخامخ کړی دی.

واضح ده، چي د افغان جګړې خاتمې ته خاصه هیله مندي نه ليدل کېږي او نه هم ددې جګړې د ښکېلو غاړو په سیاسي افکارو کي بدلون موندل کېږي؛ چي دا د سولي راتګ ته لوی خنډ بلل کېږي.

کارپوهان وايي، له طالبانو غوښتنه سوې، چي له القاعده ډلي سره خپلي آړیکي پرې کړي، اوربند ومني، د افغان حکومت سره جمهوري نظام ته د ورګډېدو او د سولي مذاکراتو د همغږۍ لپاره خبري وکړي، چي طالب مشرانو دا یو شرط هم تراوسه نه ‌دی منلی.

د شنونکو په باور، که طالبان خپلو سیاسي افکارو ته بدلون ورنه کړي، نو د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به په افغانستان کي جګړه پای ته ونه رسوي او ددې وسله والي ډلي پوځي غلبه به سیاسي مشروعیت رامنځ ته نه ‌کړي.

په افغانستان کي د خونړۍ جګړې باوجود د لوږي، فقر او غربت ختمولو او اړمنو کسانو ته د مرستي رسوني لپاره ددغه هيواد سره زياتي نړيوالي مرستي وسوې، خو لاهم دغه دواړي پديدې پرخپل ځای پاته دي.

د آرقامو له مخي، د کورنيو او نړيوالو هڅو سره_سره، په وروستیو کلونو کي په افغانستان کي د خونړۍ جګړې له آمله د لوږي او فقر کچه زیاته سوې ده؛ چي سږکال به ددغه هيواد ۳مه برخه وګړي لوږه او فقر ګواښي او په دې آړوند د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي ادارې «سیګار» راپور هم پردې بنياد چمتو سوی دی.

ددغه راپور پر بنسټ، امریکا له ۲۰۰۲م کال راهیسي د افغانستان د کرنيز سکتور سره ۲ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کړې، چي دا به افغان کرنیز حاصلات لوړ او پر بهرنیو مرستو به د افغانستان تکیه راکمه کړي.



افغانستان غربت فقر لیکنه او مقاله

تبصره وکړئ

avatar
t