داسې فلش چې پخوانی کمپيوټر مو نوی کوي

داسې فلش چې پخوانی کمپيوټر مو نوی کوي

نور احمد عايل

يوازې يو فلش وپېرئ او خپل لس کاله پخوانی کمپيوټر په يوه بېخي نوي کمپيوټر بدل کړئ!
ډېر خلک په کور کې پخوانی کمپيوټر لري ، او دا چې پخواني او ډېر سلو دي ، له همدې امله ور څخه کار نه اخلي يوه ډېره اسانه لار یې داده چې تاسې کولای شئ له خپل پخواني کمپيوټر څخه د کار او سرعت په لحاظ بېخي نوی کمپيوټر جوړ کړئ.

د Xtra-PC په نامه يو فلش ډرايو دی چې له خپل زاړه کمپيوټر سره یې د يوايس بي له لارې ونښلوئ او کمپيوټر مو چالان کړئ دا فلش يو خپل ځانګړی عامل سيستم لري چې ستاسې د کمپيوټر په سرعت کې بېخي ښه برخه اخلي او هره چاره او پراسيس خپله د يوايس بي په داخل کې اجرا کېږي.

 ستاسې فايلونو ته مشکل هم نه پېښوي، حتی ستاسې هغه کمپيوټرونه چې هارډيسک ونه لري او يا خراب وي هم پکې وينډوز چالانولی شئ، دا فلشونه خپله داخلي حافظه لري چې فايلونه هم پکې ساتلی شئ. بيه یې ۲۵ ډالر ده، په بل هر کمپيوټر کې یې رن کولای شئ او چې خپل کار ترې واخلئ بيرته مو دا فلش کمپيوټر په جېب کې واچوئ.




t