د سولې د مذاکراتو مبهم برخلیک

د سولې د مذاکراتو مبهم برخلیک

ف، فایض

امریکا له ۲۰۰۱ نه تر اوسه پورې د افغانستان په اړه څو اړخیزه سیاستونه پر مخ بوتلل. که څه هم چې د القاعده په باب یې خپل سیاست ثابت وساته؛ خو د طالبانو په باب یې سیاست بدل را بدل شو، چې دا پخپله دا جوتوي چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د پېښو په اړه د امریکا ادعا ریښتینې نه وه؛ خو امریکا له همغه پیله پر دې خبره اعتراف کړی دی چې طالبان د سپتمبر د یوولسمې په پېښو کې شریک نه وو او طالبانو هم کله دا ادعا نه ده کړې چې موږ له اسامه بن لادن سره په دې اړه همغږي وو؛ نو چې داسې ده بیا خو د امریکا له پاره له طالبانو سره جنګېدلو ته هېڅ جواز نه پیدا کېده.

په هر حال امریکا له طالبانو سره د یوه اوږده مارپېچ سیاست تر پر مخ بیولو وروسته تېر عیسوي کال (۲۰۱۹) خبرو ته کښېناستل او دا خبرې له یو نیم ځل نه پرته عمداً د قطر په پلازمېنه دوحه کې سر ته ورسېدې. که څه هم چې تر نهو پړاوونو وروسته دواړه لوري یوه کامل توافق ته ورسېدل؛ فقط همدومره پاتې وو چې پر توافق لیک د لاسلیک له پاره ځای او نېټه په ګوته کړي چې په همدې کې په ډېره غیر مترقبه توګه امریکايي ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټ او په ډېره وړه پلمه مذاکرات ودرول. دا بهیر درې میاشتې په ټپه ودرېد؛ خو بالاخره خبرې بیا پیل شوې. په دې اړه د طالبانو دریځ معقول و، هغوی ویل چې بحث خو پای ته رسېدلی، فقط کوم څه چې پاتې دي هغه پر موافقه لیک، لاسلیک دی؛ خو امریکایي لوري په کې نوي ټکي را پیدا کړل، چې له هغې جملې نه پر موافقه لیک تر لاسلیک د مخه پر یوه اوربند توافق دی. که څه هم که چېرې طالبان دا ومني؛ خو بده خبره نه ده، د افغانستان ټول ولس له دې غوښتنې سره موافق دی؛ خو که طالبان دا نه مني او خبرې پرې ودرېږي په کار دا دي چې له دې خبرې نه د یوه خنډ په توګه کار وا نه خستل شي. د طالبانو هم ټوله اتکا پر جنګ ده، هغوی وېرېږي چې که زموږ جنګیالي یو ځل توپک له ولیو را کوز کړي، بیا یې بېرته پر ولیو کولو ته چمتو کول ګران کار دی. طالبان دې ته چمتو شول چې د امریکایي لوري د دې شرط منلو لوری بدل کړی او د تاوتریخوالي د کمولو نوم پرې کښېږدي؛ خو که څه هم چې دا هم یوه مبهمه خبره ده او کوم واضح تعریف نه لري؛ خو بیا یې هم پر موده اختلاف دی. طالبان دې ته چمتو شول چې دا خبره تر یوې اوونۍ پورې رعایت کړي؛ خو وړمه ورځ مطبوعاتو دا خبر خپور کړ چې خلیلزاد غواړي طالبان دا خبره د څلور پنځو میاشتو له پاره ومني چې طبیعي ده دا خبره طالبانو ته د منلو نه ده. طالبانو ته یوه لاره پاتې وه او هغه دا چې امریکايي لوري ته د خبرو د پیلولو له پاره یو ضرب الاجل وټاکي که څه هم چې اوس خو طالبانو امریکا ته د خبرو د بندولو ګواښ کړی دی لکه چې د افغانستان په چاپي مطبوعاتو کې له هغې جملې نه ویسا ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې دا خبر خپور کړ چې د طالبانو قوماندانانو پر ملا برادر فشار راوړی چې له امریکایي لوري سره د مذاکراتو برخلیک ژر معلوم کړي او خلیلزاد ژمنه کړې چې تر دوو ورځو پورې به ځواب ورکړي؛ معلوم شي له دې شړومبو نه به څه کوچ لاس ته راشي.

له بلې خوا د افغانستان هغه سیاسي قوتونه چې سړی نه پوهېږي څه نوم ورکړي ایا د یوه سیاسي اپوزیسیون نوم ورکولای شي او که نه؛ ځکه نیم یې په حکومت کې شامل دي او نیم یې له حکومته بهر، حکومت ملامتوي چې د سولې د مذاکراتو د پر مخ بیولو په مخ کې باید د شرایطو کرښه را نه کاږي، ضرور نه ده چې د اوربند په پلمه د خبرو مخه ډپ کړای شي. د اوربند شرط هغه مهال ولسمشر غني، د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ته وړاندې کړ چې هغه په یوه نا څاپي سفر بګرا م ته راغی او ولسمشر غني یې هم هملته ور وغوښت. تر هغې وروسته ډاکتر خلیلزاد دا خبره ټینګه کړه چې یو ځل بیا د خبرو بهیر پرې په یوه مبهمه توګه ودرېد.

د دې تر څنګ له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو له پاره هم فضا ګونګه ده. خلیلزاد چې هر ځل کابل ته راغلی پر دې خبره یې ټینګار کړی چې تاسې د خبرو له پاره یو پلاوی وټاکئ، تر اوسه پورې د دې پلاوي برخلیک هم معلوم نه دی، حکومت (ولسمشر) یو څه وایي او په حکومت کې شامل او له حکومته بهر سیاسي قوتونه بل څه وایي. که چېرې احیاناً د طالبانو او امریکایي لوري مذاکرات بیا پیل شي او نتیجې ته هم ورسېږي او پر دې توافق وشي چې په څو ورځو (غالباً یوه اوونۍ) کې دې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، بیا خو نو په هغومره بېړنۍ فضا کې د یوه متفقٌ علیه پلاوي ټاکل هم ګران کار دی؛ ځکه دا خو افغانان دي او تېر تجارب خو زموږ په مخ کې دي، بیا خو طبیعي ده چې دا د چنګښو تول خو به ډېر وخت واخلي، یو به راضي کوي، دوه درې به ناراضه کېږي. داسې معلومېږي چې په دې اړه دحکومت ګونګه روژه د دې معنا لرلای شي چې حکومت غواړي په دې پلاوي کې د اپوزیسیون برخه په اوړو کې د مالګې په اندازه وي، چې طبیعي ده یو دغسې تقسیم به بیا اپوزیسیون ته د منلو نه وي، بیا به نو طبیعي ده چې د حکومت او اپوزیسیون تر منځ په دې اړه اختلافات روان وي چې یوه مثبته نتیجه نه شي لرلای، حال دا چې په خیر خو دا ده چې د طالب – امریکا د مذاکراتو نتیجه هم ژر معلومه شي او بیا ورپسې بین الافغاني ډیالوګ ژر پیل شي.

وړمه ورځ افغاني مطبوعاتو دا خبره هم د امریکا د لوی درستیز د پخواني مرستیال جک کین له خولې خپره کړه، چې طالبان د قدرت د وېش په فکر کې نه دي او  غواړي د جنګ له لارې افغان حکومت رانسکور کړي او خپله واک ته ورسېږي، چې لومړی خو به دا کار دومره اسانه هم نه وي او که نه فرض محال ممکن شي، بیا څومره نړیوالو ته د منلو وي او افغانستان به بیا د یوې سیاسي انزوا خوا ته بو نه ځي؟

له اوسني جریانه معلومېږي چې طالبان او امریکایي لوري دواړه یو بل ته په څَو (کمین) کې وي او د یوه سیاسي تقابل بڼه یې غوره کړې ده او دا سیاسي تقابل پر هغه نظامي تقابل چې لا روان دی سربېره دی چې بیا هم د یوه لوري له تنازله پرته اوسنی د بن بست حالت نه شي ختمېدلای. خبره دې ته رسېدلې چې یا باید طالبان د امریکا شرط منلو ته چمتو شي، یا امریکا له خپل شرطه تنازل وکړي چې په دې صورت کې دوه حالته را منځته کېدای شي:

یا دا چې د جنګ یو لوری به چې عمدتاً طالبان واي له خبرو سره پرېکون اعلانوي یا دا چې مذاکرات به بیا په یوه مبهم حالت کې چې په باب یې وړاندوینه ګرانوي دوام پیدا کوي، چې طبیعي ده وخت به اخلي.

زما خپل اټکل دا دی چې امریکایان د یوه پلان له مخې روانې خبرې اوږدول غواړي چې په دې توګه خپل هغه ټاکلي نصب العین ته ورسېږي، هغه نصب العین چې همدوی ته معلوم دی او هغه خو چا ته نه واي چې موږ څه غواړو، ان چې هغه راز د افغانستان له حکومت سره هم نه شریکوي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د بهیر غځول هم دا شک تقویه کوي چې د دې انتخاباتو پایلې به د مذاکراتو له پایلو سره تړلي وي. وگورﺉ! که چېرې د دې انتخاباتو پایلې اعلان شي او لکه څرنګه چې تر ډېره بریده تبلیغ کېږي ولسمشر غني ګټونکی اعلان شي؛ نو هغه خو دې ته نه دی چمتو چې بیا په نظام کې د طالبانو د را شریکولو له پاره له خپل واکه لاس په سر شي، بیا خو به دی همدومره سخاوت کولای شي چې طالبانو ته یو څو وزارته او څو ولایته او څو سفارته ومني؛ خو ایا د غني یو دغسې حاتمانه سخاوت طالبانو ته د منلو دی؟ زه خو فکر نه شم کولای چې طالبان غني ته د سوال ځولۍ ونیسي چې بس څه په کې را اچوې را وایې چوه؛ نو خبره به هغې جړې مشوړې ته ورته کېږي چې سر، بر به یې نه پیدا کېږي او بیا به د جنګ لاره نیول کېږي. دغسې یوه مبهم حالت د سولې مذاکراتو ته هم د افغان ولس هیله مندي کمه کړې ده، ولیدل شي چې وړاندې څه کېږي.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t