دا لس څیزونه هر سهار خپل ځان ته ووایئ

دا لس څیزونه هر سهار خپل ځان ته ووایئ

 ژباړه: عطا محمد میاخېل

 سهار د ورځې تر ټولو مهمه برخه ده، که له کیڼ اړخ څخه را ویښ شی، نو کولای شی ډاډه شی چې یوه بده ورځ ستاسو په تمه ده، خو برعکس؛ که سم پیل ولری، نو کولای شی په دوام یې ښه ورځ ولری. له ښه غذايي رژیم پرته، نور څیزونه هم شته چې کولای شي له تاسو سره د ښې ورځې په لرلو کې مرسته وکړي. اوس یې وخت را رسېدلی دی چې هره ورځ سهار دا لس څیزونه خپل ځان ته ووایئ، څو ښه پیل ولری.

 ۱ – نن د محشر ورځ ده هرڅوک له نوي څیز سره مینه لري، دا ژمنه یو نوی پیل دی، چې موږ ته خوشبیني راکوي او دغه راز موږ ته د دې یادونه کوي چې مهمه نه ده مخکې اوضاع څومره بده وه، ځکه چې تېر، تېر شوي دي او اوس یې وخت را رسېدلی دی چې مخ پر وړاندې حرکت وکړئ او هغه نوي فرصتونه چې ستاسو پر لور را روان دي، وې منئ.

 یوه نوې ورځ د تازه کېدو لپاره یوه غوره بڼه ده، تاسو یوه بشپړه ورځ فرصت لری چې کولای شی ترې ډېره ګټه واخلئ او پرون هېر کړئ. یوه نوې ورځ د هغې تابلو په څېر ده چې ستاسو په وسیله نقاشي کېدلو ته چمتو ده، تاسو باید شکر پر ځای کړئ چې د ژوند کولو لپاره تاسو ته یو بل چانس درکړل شوی دی. د پرمختګ پر لور ځغلنده ګامونه پورته کړئ. مهمه نه ده چې پرون څومره بد تېر شوی دی، مهمه دا ده چې پرون تېر شوی دی او نور نه شي کولای چې ستاسو پر وړاندې خنډ شي.

 ۲- زه کولای شم د خپلې خوښې وړ کس شم دا یانې روحیه، موږ ټول خپل خوبونه لرو، خو ټولو ته یې نه رسېږو، ولې؟ ځکه په کاپي اندازه هڅه نه کوو، خوبونو ته رسېدل ناشونی کار نه دی، ټول هغه کارونه چې باید تاسو یې تر سره کړی، دا دي چې یوازې خپلې شاوخوا ته وګورئ، څو فرصتونه په ښه توګه ووینئ. مهمه ده چې په یاد ولرئ، هغه کسان چې خپل خوبونه یې څارلي دي او هغو ته رسېدلي دي؛ هغه کسان دي چې هره ورځ یې خپل ځان ته ویل (زه کولای شم)، هغوی سهار په غوسې او خپګان سره نه دي را ویښ شوي، بلکې هڅه یې کړې ده چې په مثبت لید سره خپل سهار پیل کړي او خپله ټول هڅه یې کړې ده، چې حتی یو ګام هم خپلو خوبونو ته د نږدې کېدلو لپاره په چټکۍ سره پورته کړي.

 ۳ – بې ارزښته څیزونه، زما ورځ نه خرابوي ولې درته مهمه ده چې کوم کس تاسو په اینسټاګرام کې انفالو کړي یا کله چې تاسو یې ولیدلی، نو خپله لاره یې چپه کړه؟ د هغو څیزونو په پرتله چې واقعاً کولای شي د یوه کس ورځ خرابه کړي، دا هېڅ په حساب کې نه راځي، په همدې دلیل هڅه وکړئ چې خپل پام هغو څیزونو ته ور واړوئ، چې واقعاً مهم دي.

 ۴ – پرون تېره شوې ده منو یې چې پرون بده ورځ وه! اوضاع ښه پرمخ لاړه نه او هرڅه خراب شول، خو حدس ووهئ چې ښه خبر څه دی؟ ښه خبر دا دی چې پرون تېره شوې او پای ته رسېدلې ده، هر هغه څه چې له پرون څخه پاتې دي، خاطره او درس دی چې کولای شی ترې وایې خلی، نو خپله ټوله هڅه د نن لپاره وکړئ، یوازې د نن لپاره.

 ۵ – ماتې خوړل ستونزه نه لري کله داسې وخت را ویښېږو او په یاد مو راځي، چې پرون مو د یوه کار د تر سره کولو فرصت درلود، خو په هغه کې مو ماتې وخوړه، دا ډول افکار کولای شي چې له تاسو څخه د سهار لومړۍ برخه واخلي او پاتې ورځ مو در خرابه کړي. هغه څه چې باید خپل ځان ته یې ووایئ، دا دي چې په حقیقت کې ماتې خوړل، کومه ستونزه نه لري، خپل ځان ته د دې یادونه وکړئ چې ټول ماتې خوري، حتی بریالي کسان هم. موضوع دا ده، که وکولای شی چې له ستونزو څخه درس واخلی، نو کولای شی چې له هغو څخه ګټه تر لاسه کړئ. ماتې یوازې د ودې او ځواکمن راتګ لپاره یو فرصت دی.

 ۶ – زه پر خپلو ټاکنو باندې ویاړم ستاسو ټاکنې هغه څیزونه دي چې تاسو تعریفوي، که چېرې د زړه له کومې ځان ته د دې یادونه وکړئ، چې ټاکنې مو په خپلو شرایطو کې سمې وې، نو ښه احساس به ولری. هېڅوک نه شي کولای چې د سمو کارونو د تر سره کولو لپاره پر تاسو باندې نیوکه وکړي، نو په خپلو اصولو پسې ونښلئ او د نورو بېځایه او بې بنسټه خبرې نالیدلې ونیسئ.

 ۷ – زه ښکلی/ ښکلې یم ښکلا پر خپل ځان باندې د باور لرلو لپاره ډېره زیاته مهمه ده او حتی یو له هغو لومړنیو څیزونو څخه، چې سهار یې خپل ځان ته وایئ، دا دی چې تاسو ښکلي یاست! په دې ترتیب تاسو په خپل ځان کې مثبت لید رامنځ ته کوی او دا لید به د عمر تر پایه له تاسو سره وي.

 ۸ – زه یې تر سره کولای شم هو تاسو یې تر سره کولای شی! څو ځله داسې شوي دي چې غواړی د شپې ویده شی او په دې اړه فکر وکړی، هغه کار چې له تاسو څخه غوښتل شوی دی، نه شی کولای تر سره یې کړی؟ څو ځله داسې شوي دي چې سهار د ماتې په احساس له خوبه را ویښ شوي یاست؟ دا احمقانه ده، که تصمیم ونیسئ او هڅه وکړی، هر کار تر سره کولای شی. سهار خپل ځان ته په هینداره کې ووایئ، چې تاسو په بشپړه توګه کولای شی دا کار تر سره کړی او هېڅوک نه شي کولای چې له تاسو څخه یې په غوره توګه تر سره کړي.

 ۹ – زه ډېر خوش چانسه یم چې ژوندی یم څو ځله داسې شوي دي چې سهار له خوبه را ویښ شی او د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر مو د الله (ج) شکرونه پرځای کړي وي؟ موږ ټول فکر کوو چې هره ورځ ژوندي یاستو او د همدې لپاره دا معجزه نالیدلې نیسو، خو حقیقت دا دی چې موږ بل سهار را ویښ شوي یو او موږ ته د ژوند کولو فرصت راکړل شوی دی، چې دا یانې کولای شو خپلو غوښتنو ته د رسېدو په لاره کې لا ډېره هڅه وکړو.

 ۱۰ – نن زما ورځ ده په بشپړه توګه همداسې ده! که تاسو ورځ خپله نه کړی، که تاسو هڅه ونه کړی چې په ټول توان سره ورپورې ونښلی او خوشې یې نه کړی، نو دا ورځ ده چې ستاسو کنټرول به په خپل لاس کې واخلي او دا اصلاً ښه نه ده، ځکه چې هغه وخت په کوچنۍ پېښې سره کولای شي، تاسو وځوروي او له خپل تګلوري څخه مو لرې کړي.




t