فکرونه او نوښتونه

فکرونه او نوښتونه

په دې ورځو کې یو کتاب لولم، نوم یې دی «کوچني نوښتونه او ورځنۍ حیرانوونکې طرحې».

 دا کتاب پاولا انټونلي لیکلی دی. نوموړی په نیویارک کې د معمارۍ، طرحې جوړولو او نویو هنرونو د یوه انسټېټیوت مدیر دی.

د خپل کتاب په یوه برخه کې یې د دانیل کادزیک په نوم د یوې طراحۍ په اړه یو مطلب لیکلی و. دی هغه څوک دی چې په خپل نوښت یې د نوشابې د المونیمي قطیو سرپوښونه داسې طراحي کړل چې له خلاصولو وروسته د قطي د پاسه پاتې شي.

اوس دا طرحه کولای شو د هغو میلیونونو نوشابو د قطیو پر مخ ووینو، چې هر کال بازار ته راځي. له دې طرحې مخکې، کله به چې خلکو د نوشابې سر خلاص کړ، نو سرپوښ به یې د یوه اضافي توکي په څېر په کثافاتو او یا هم د سړک پر سر غورځاوه چې دا کار د زرګونو کیلوګرامه کثافاتو د زیاتېدو لامل و.

حتی ځینې وخت خو به یې د پلي تلونکو کسانو پښې هم زخمي کولې. یوازې یوې نظریې دا هرڅه بدل کړل. یوه شپه کادزیک له خپلو اولادونو سره ټلوېزیون ته ناست و چې ناڅاپه یې همدا نظریه په ذهن کې تېره شوه.

تر ټولو غوره فکرونه او نظریې هغه وخت ستاسې ذهن ته راځي، چې هېڅ تمه یې نه لری.

 ژباړه: حمیدالله حمیدي




t