کریم صادق: شاهسوار دې سندري نه وايي، د میاشتي ۲۰۰۰۰ کالداري ورکوم

کریم صادق: شاهسوار دې سندري نه وايي، د میاشتي ۲۰۰۰۰ کالداري ورکوم

د پاکستان د پښتو ژبې پخواني نامتو سندرغاړی شاهسوار، چي دوه کاله وړاندې يې د سندرو ویلو توبه ویستلي وه، اوس يې تازه اعلان کړی دی چي بیرته د موسیقي نړۍ ته راځي. هغه ویلي دي، چي د تبلیغ نه وروسته ورسره هیچا نه مرسته کړي او نه يې هم چا پوښتنه کړي ده. وايې دا چي د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي، نو بیرته موسیقي شروع کوي.

هغه ویلي دي، چي لومړى د دين کار دى او ورپسې د دنيا کار دى، نو هغه به دواړه کارونه کوي او خپلو مينه والو ته يې زېرى ورکړ، چي يو ځل بيا سندرو ته راځي. که څه هم د نوموړی دې اعلان د هغه مینه وال او یو شمېر کسان خوشحاله کړل، خو له ځان سره یې غبرګونونه هم درلودل. د نوموړی پر دې اعلان د افغانستان د کرکیټ پخوانی لوبغاړی تاج ملک عالم غبرګون ښودلي او په دې هکله يې ویلي دي.

تاج ملک عالم ویلي دي:(( زموږ د کوزې پښتونخوا يو ورور شاهسوار خان دوه کاله مخکي د سندرو ويلو څخه توبه وويسته او پاکه زندګي يې شروع کړه، خو اوس يې ګيله کړې ، چي چا مې پوښتنه ونه کړه، نو واپس د شیطان ملګرتيا ته ادامه ورکوم، نو وه د الله بنده، تا توبه د خلکو لپاره ويستې وه که د الله لپاره، که د الله لپاره وه، نو د الله قانون دا ده، چي هغه خپل بنده نه امتحان خامخا اخلي چې فرمايي: [سُوۡرَةُ العَنکبوت : ٢] ))

نوموتي سندرغاړی شاهسوار دوه کاله وړاندې د سندرو ویلو توبه ویستلي وه.

د تاج ملک عالم پر پوسټ د افغان کرکیټ تکړه کرکیټر کریم صادق کمینټ کړی او داسي يې لیکلي دي:((۲۰۰۰۰ کالداري ورته به د میاشتي برابروم، چي لږ ګزاره يې ورباندي کیږي. د الله ج د رضا لپاره یې ورکوم، که د روزګارمشکل يې وي.)).

دا لومړی کس شاهسوار نه دی چي له سندرو ویلو يې توبه ویستلي وه او تبلیغ ته یې مخه کړي وه، له دې وړاندې د پاکستان سېنما یو شمېر مخکښ فلمي اداکاران او هنرمندان هم د هنره لاس په سر سوي وه او ځيني يې د شهسوار په څير بیرته راګرځیدلي او ځيني يې لا هم د تبلیغ لاره مخته وړي.



فلمي نړۍ پاکستاني سندرغاړی
t