ريډ بول انرژۍ په اړه پوهېږئ؟

ريډ بول انرژۍ په اړه پوهېږئ؟

نور احمد عايل

ريډ بول Red Bull اينرجي چې پښتو مانا یې سورغويی ده، هر کال تقريباً څه کم ۷ زره ميليونه کوتیه په نړۍ کې څښل کېږي، او دا دوه کاله یې د خرڅلاو بازار په بې ساري ډول په نړۍ کې ښه روان دی چې د ريډبول په تاريخ کې یې ښه‌ګټه کړې.

ريډبول په ۱۶۹ هېوادونو کې پلورل کېږي ،خو په ترکيه، سويلي افريقا، سعودي، هند، کويټ او پولېنډ کې سږ کال بيا له ۱۸ څخه تر ۲۵ فيصده يې پلور پورته دی.

ريډبول کمپنۍ په ۱۹۸۷ کې تاسيس شوې ده، او د فوټبال د نړیوالو لوبو او د فرمول ون موټرځغلولو مالي ملاتړ کوونکی دی. د ريډبول مرکزي دفتر په اتريش کې او نړيوال دفتر یې په تايلېنډ کې فعاليت لري، دې مشهور شرکت د فوټبال څو نړيوال کلبونه هم سپانسر کړي دي. خو ياده دې وي چې ريډ بول او بل هر ډول اينرجي څښل د بدن لپاره له تاوان پرته بل څه نه لري، له ۱۸ کاله کم عمرماشومانو او حامله داره مېرمنو ته خو بېخي د ټوپک ډز دی.

د ريډ بول کمپنۍ وايي هغه خلک چې فکر کوي دوی د‌غوايي سپرم ورسره ګډوي درواغ دي. د غوايي سپرم نه ورسره ګډوو او هغه ماده ټورينTaurine نومېږي او خلک فکر کوي چې دوی یې د غوايي له سپرمو لاس ته راوړي د‌ريډ بول کمپنئ مسوولين وايي دا موږ د درمل جوړولو له مشهورو کمپنيو څخه اخلو چې هغوی یې په مصنوعي ډول جوړوي. او هغه د درملو کمپنۍ هم دا ماده په ښه او سټنډرډ کوالټي جوړوي.




t