فراه: سږ کال ۶۰ زره نيالګي اېښودل کېږي

فراه: سږ کال ۶۰ زره نيالګي اېښودل کېږي

د فراه مرستيال والي وايي، سږ کال دغه ولايت کې ۶۰ زره نيالګي اېښودلو لړۍ پيلوي.

مسعود بختور رسنيو ته ويلي دي، دا ځل د نيالګيو اېښودلو پروسه ملي ده او له رياستونو او عامو خلکو هم غوښتنه شوې ده چې دې برخه کې همکاري وکړي.

د کابل په ګډون په اکثرو ولايتونو کې هر کال د نيالګيو کېنولو کمپاينونه کېږي، خو دغه نيالګي د نه‌څارل کېدو له کبله وچېږي.




t