افغان غر ختونکي د ايران د دماوند غره څوکې ته خيژي

افغان غر ختونکي د ايران د دماوند غره څوکې ته خيژي

افغان غر ختونکي غواړی د لمړی ځل لپاره په ژمي کې د ایران د دماوند غره څوکې ته چې د ایران په بام مشهوره ده وخیږی.

د ایران د دماوند غر چې لوړه څوکه یې تر پنځه زره ډیر لوړوالې لری په دوبي کې د افغان غره ختونکو لخوا فتح سوی ده خو دا ځلې افغان ورزشکاران غواړی دا قلعه په ژمې کې هم فتح کړی.

دغه ورزشکاران ، چې د ایران هیواد تهران ولایت ته په شخصي لګښت سفر کوي، له خصوصي سکتور او افغان حکومت څخه غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي.




t