هغه کسانو ته چې استعمالي ايفون پيري

هغه کسانو ته چې استعمالي ايفون پيري

که غواړئ چې په بازار کې مستعمل ايفون موبايل واخلئ، نو دا خبره ضرور په پام کې درسره ونيسئ!
درنو لوستونکو! که غواړئ چې د ايفون دويم لاس (مستعمل ) موبايل په بازار کې او يا هم له يو چا څخه وپېرئ، نو د اخيستلو پروخت ارومرو وګورئ چې د ايفون د iCloud په مينو کې خو به د Apple ID او پاسورډ نه وي ورکړل شوې.

 ځکه که چېرته Apple ID او پاسورډ ورکړل د بل چا لخوا ورکړل شوی وي، نو بيا د ايفون پخوانی درلودونکی کولای شي ستاسې په موبايل کې شخصي شيانو ته لکه ستاسې جغرافيايي موقعيت، ملګرو، عکسونو او ټولو هغو توکو ته چې په عکس کې یې وينئ لاس رسی ولري، او دويم دا چې کله غواړئ موبايل مو Restore کړئ نو له تاسې څخه Apple ID او Password غواړي ، چې تاسې د iCloud په مينو کې Set کړې ده.

 دا چې تاسې پاسورډ ياد نه وي نو ستاسې ايفون او د ايپل بل هر ډيواس به هېڅ وخت هم ريسټور نه شي . او همدارنګه که چېرته تاسې Apple ID د iCloud په برخه کې جوړوئ نو ارومرو پاسورډ، د زوکړې نېټه، او امنيتي پوښتنې چې له تاسې پوښتل کېږي ټينګې درسره ياد داشت کړئ، چې له مشکل سره مخ نشئ.

 د يادولو وړ ده، چې دا ټول پورتني موارد، ايپل کمپنۍ ستاسې د ايفون د پټېدلو او ورک کېدلو په وخت کې ستاسې د موبايل شخصي حريم ته د غله او يا بل چا د ننوتو د مخنيوي په خاطر جوړ کړي دي.

نور احمد عايل




t