کوریايي فلم (Parasite) د اوسکار څلور جایزي وګټلي

کوریايي فلم (Parasite) د اوسکار څلور جایزي وګټلي

د امریکا په لاس انجلس ایالات کي د ۲۰۲۰ م کال د اوسکار د جایزو د مراسمو په لمانځغونډه کي په حنوبي کوریا کي جوړ سوي کوریایي فلم (Parasite) څلورغوره جایزي وګټلي او د کال غوره فلم وبلل سو. په یاد مراسمو کي د انګلیسي ژبي تر څنګ د نورو ژبو فلمونه هم نومانده سوي وه، چي زیاترو يې د اوسکار جایزي وګټلي.

په یاد مراسمو کي کوریایي فلم (Parasite) لومړنۍ بهرنۍ ژبی فلم سو، چي د اوسکار تر ټولو ډېر‎ي جایزي وګټلي او تاریخ يې جوړ کړ. دغه فلم ته د غوره انځورګري په برخه کي د ښې انځورګري په وجه، د فلم ډايریکټر بونګ جون هو ته د ښه رهبري په وجه، د فلم د ښې کیسي او دا چي فلم په نړیواله لیول جوړ سوی و، له امله یې څلور جایزي ورکړل سوي او د اوسکار په تاریخ ګي یې ځان ته غوره شهرت پیدا کړ او یوازنۍ فلم سو، چي د اوسکار څلور جایزي يې تر لاسه کړي.

په دغه مراسمو کي د (Joker ) فلم لوبغاړی جاکیون پونیکس ته په فلم کي د ښه رول لوبولو له امله د اوسکار جایزه ورکړل سوه او هم رینې زیلویګار ته د (Judy) فلم کي د ښه رول لوبولو له امله او همداراز د بالیووډ نوموتي فلمي ستوری براډ پیټ ته د (Once Upon a Time in Hollywood) په فلم کي د ښه رول لوبولو له امله د اوسکار جایزي ورکړل سوي.

جاکیون پونیکس،رینې زیلویګار او براډ پیټ ته هم په فلمونو کي د ښه کارکردګي له امله د اوسکار جایزي ورکړل سوي.

د اوسکار د جایزو مراسم هر کال په مختلیفو هیوادونو کي جوړیږي. په دغه مراسمو کي هر کال د مختلیفو ژبو فلمونه او سندري خپریږي او ځيني يې توانیږي، چي یاده جایزه تر لاسه کړي. پاته دي نه وي، چي په دغه مراسمو کي د (افغانستان سکېټ بورد نجونې) په نوم افغان فلم هم د ښې کیسې او ښه کارکردګۍ له امله دغه جایزه وګټله.



اوسکار جایزي فلمي نړۍ
t