د ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵ مې کاليزې په وياړ علمي او څیړنيز سيمينار تر سره شو

د ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵ مې کاليزې په وياړ علمي او څیړنيز سيمينار تر سره شو

ننګرهار ولایت مقام خپل کور تالار کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له لوري د نوميالي، ملتپال او حماسي شاعر اروښاد محمد امين ملنګ جان د زوکړې ۱۰۵ کال په وياړ علمي او څېړنيز سيمينار تر سره شو.
په دې سيمينار کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستيال پوهاند محمد رسول باوري، د هېواد ۳۴ ولايتونو د فرهنګ رئيسانو، د ملنګ جان د کورنۍ غړو، اديبانو، فرهنګيانو، د پوهنتون استادانو او نورو ګډون کړی و.
ننګرهار والي شاه محمد مياخېل وويل، چې په تېر يو کال کې د هېواد په کچه په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې سيمينارونه او لکچرونه وړاندې شوي او د خوښۍ ځای دی، چې نن د هېواد پال شاعر د زوکړې په مناسبت علمي سيمينار جوړ شوی.
ښاغلي میاخېل وويل، چې ننګرهار له کالونو وروسته يو ځل بيا مخکيني برم ته ګرځيدلی او اوس د دې ولايت په مملې بڼ او هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم شاعران راټوليږي او د امنيت په فضاء کې مشاعرې او نورې ادبي غونډې کوي.
نوموړي زياته کړه، چې سيمينارونه فکري ويښتيا او پراختيا رامنځته کوي او په دې سره يو د بل منلو حوصله زياتيږي.
دی وايي فرهنګي ازادي په سياسي او اقتصادي ازادۍ اغيز لري او فرهنګي ازادي ده، چې اقتصادي او سیاسي ازادۍ ته رشد ورکوي.
هغه وويل، چې سالم فرهنګي او ټولنيز بدلون سره ژوند بدليږي او د اسلام مبارک دين کې هم د معاملاتو په برخه کې په پراخه کچه لارښوونې کړي دي.
ننګرهار والي همد اراز په دې ولايت کې په فرهنګي او ټولنيز بدلون، ښې حکومتولۍ، انکشاف او ګڼ شمېر نورو برخو کې په تر سره کړيو او نويو پلانونو په اړه د سيمينار ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګي معين محمد رسول باوري وويل، چې دوی د هېواد وياړونو په اړه په دې موخه سيمينارونه وړاندې کوي، ترڅو د هغوی ياد تازه وساتل شي او د هغوی فکر وپالل شي.
نوموړي وويل، چې د ارواښاد ملنګ جان د مزار جوړولو په موخه يې سروې کړې او ډېر ژر به يې مزار په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.
هغه ملنګ جان د خوږو نغمو شاعر، د هېواد يووالي پالونکی او د ملت شاعر ياد کړ، چې ياد او فکر به يې تل ژوندی وي.
د سيمينار دويمه برخه د ارواښاد ملنګ جان پر ژوند او شاعرۍ علمي مقالو ته ځآنګړې شوې وه، چې پوهنمل ببرک مياخېل، څارنوالې فيروزې مجيدي، طالب جان کوټوال او ګڼ شمېر نورو فرهنګيانو خپلې ليکلې مقالې او شعرونه ولوستل.
همدا راز د سيمينار پر مهال د پوهنې ادارې د ترانې ټيم له لوري د ملنګ جان د زوکړې او مېلمنو ته د ښه راغلاست تر عنوان لاندې ترانه هم وويل شوه.
ولسي شاعر ملنګ جان چې اصلي نوم يې محمد امين و په١٢٩٣لمريزکال د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په چميارکلي کې وزيږيد، پلاريې ملک عبدالشکور نوميده، چې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتې شو، په پنځلس کلنۍ کې يې د خوارۍ مزدورۍ لپاره له خپلې کورنۍ سره د کامې داربنګ ته کډه وکړه او هملته يې د شعر ژبه ويانده شوه او ملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ، د شلوکلونو په سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ورځپاڼه کې خپره شوه، دا هغه مهال و چې شعرونه او نغمې يې د سندرغاړوخولو ته رسيدلې وې او پوره دنوم خاوند شوی وو .
له بده مرغه مرګ دغه خوږ بې وسلې شاعر پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه او د ١٣٣٦ کال د لړم په لسمه کابل – جلال اباد لويې لارې د لته بند په کږليچونو کې ترافيکي پېښې له امله خپل يواځيني درې کلن زوی دوا جان سره شهيد شو، شعرونه يې د هېواد سربيره د نړۍ په کچه شهرت لري او تر ننه يې يادونه کيږي.




t