سمسونګ کمپنۍ نوي قات کېدونکي موبايلونه نندارې ته وړانډې کړل

سمسونګ کمپنۍ نوي قات کېدونکي موبايلونه نندارې ته وړانډې کړل

دا موبايلونه چې سر له سبا به نړيوال بازار ته راشي د ګلکسي زېډ فليپ Galaxy Z Flip په نامه يادېږي.
کمپنۍ يې وايي چې د سږ ميلادي کال تر پايه به ۲ نيم ميليونه دا موبايلونه بازار ته د‌خرڅلاو لپاره راوباسي. له دې‌مخکې په ۲۰۱۹ کې سمسونګ قات کېدونکي موبايلونو څخه ګلکسي فولډ را اېستلي وو چې تاسې يې په اړه زموږ له پاڼې په هماغو اولو شېبو خبر شوي يئ.
ددې نوي موبايل ځينې ځانګړنې په دې‌ډول دي:

√ سکرين: Foldable Dynamic AMOLED ټچ سکرين.
√ د‌سکرين اندازه: ۶ اشاريه ۷ اينچه
√ ريزولوشن : ۱۰۸۰ پر ۲۶۳۶ پیکسلو (په يوه اينچ کې د‌پيکسلونو تراکم ۴۲۵ پيکسله)
√ شاته په کاور هم يو کوچنی سکرين لري چې (يو اشاريه يو اينچ) په اندازه دی.
√ وزن : ۱۸۳ ګرامه
✓ سيم کارت: نېنو سيم کارت(هغه کوچنی سيم کارت چې دې نويو موبايلونو ته ور لوېږي.)
√ عامل سيستم : انډرویډ ۱۰٫۰ او ۱ UI 2
✓ داخلي حافظه: ۲۵۶ جي بي
√ ريم: ۸ جي بي
√ ميموري کارت: ځای نه لري.
√ کامرې: شاته دوه (دوه لس ميګا پيکسلي) کامرې
√ سيلفي کامره: ۱۰ ميګا پيکسله
√ بېټرۍ : ۳۳۰۰ ميلي امپيره
√ رنګونه: تور ، بنفش او طلايي
√ بيه: ۱۳۸۰ ډالر

نور احمد عایل




t