د هلمند پنځوس تنه ديني عالمان د انګليسي او کمپيوټر له زده کړو فارغ شول

د هلمند پنځوس تنه ديني عالمان د انګليسي او کمپيوټر له زده کړو فارغ شول

د هلمند والي په نوښت، د توحید ټولنیزو او پرمختیايي چارو موسسې په تخنیکي همکارئ ۵۰ تنه دیني عالمان د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې څخه فارغ شول.

د فراغت مراسمو کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین، د توحید پرمختیايي چارو موسسې مشر وحیدالله الفت ، د حج او اوقافو ریئس حافظ محمد داود مدقق او ګڼ شمېر دیني عالمانو هم ګډون کړی وو.

دیاد ښوونیز پروګرام دلارې په ۶ میاشتو کې دیني علماوو ته د عصري زده کړو زمینه برابره شوه چې کمپیوټر او انګلیسي ژبه يې زده او نن يې د فراغت مراسم ترسره شوه.

د حج او اوقافو ریئس ، د توحید د ټولنیزو او پرمختیايي چارو موسسې مشر او دیني علماوو د خبرو پرمهال د کمپیوټر او انګلیسي زده کړو په برخه کې ترسره شوی ښوونیز پروګرام مثبت وارزاوه.

دیني علماوو غوښتنه وکړه چې دغه ډول پروګرامونه نور هم باید دوام پیداکړي ترڅو ګڼ شمېر دیني علماوو ته د زده کړي زمینه برابره شي، ځکه په همدې پروګرام کې دیني علماوو خپلې یو شمېر ویناوې په انګلیسي ژبه وکړي چې په ښه ډول يې زده کړې وه او د ټولو ګډونوالو د هرکلي سبب شوه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین په دې جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چي دیني علماوو عصري زده په ښه ډول تر لاسه کړې، د کمپیوټر زده کړې ترڅنګ د یوې نړیوالې ژبې انګلیسې په ویلو او لوستلو کې هم تسلط پیداکړی.

ښاغلي یاسین وویل: ولایتي ادارې تل هڅه کړې چې دیني علماوو ته د عصري زده کړو په موخه پروګرامونه پلې کړې او د اوسني ۵۰ تنو دیني علماو د زده کړي د زمینې برابرولو برخه کې يې د توحید د ټولنیزو او پرمختیايي چارو موسسې له همکارئ او د هلمند د حج او اوقافو ریاست د ښې رهبرۍ څخه هم مننه وکړه.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي چې دې ته ورته نور ښوونیز پروګرامونه هم د علماوو لپاره ترتیب کړي ترڅو ددیني زده کړو ترڅنګ په عصري زده کړو هم سمبال شي.

ښاغلي یاسین وویل: د سولې او د ټولني د ناخوالو په مخنیوي کې ددیني علماوو رول مهم دی او په دې برخه کې باید په عملي ډول ګامونه پورته کړي ترڅو یوې دوامداره سولې ته ورسیږو او پرته له کومې اندېښنې نوی نسل دیني او عصري زده کړې تر لاسه کړي.

د مراسمو په ورستیو کې فارغه شوو علماوو ته کمپیوټرونه او اړوند وسایل ورکړل شول او ددیني علماوو له لورې د هلمند والي ، د حج او اوقافو ریئس او د توحید موسسې مشر ته ستاینلیکونه او د ویاړ بګړۍ ور پرسر کړل شوې.




t