د راډيو مخېنه

د راډيو مخېنه

ژباړه: نصيراحمد افغان

له ۱۸۶۰ مېلادي کال څخه را په دېخوا د راډيو په پيدايښت کې ګڼو عالمانو او پوهانو کشفيات او نظريې وړاندې کړې دي. چې له دې ډلې څخه
اېټاليايي پوه (مارکوني) دې ته پام شو، چې څنګه له بې سيمه د اړيکه نېوونکي الې په توګه کار واخلي. له دې وروسته د راډيو مخترع ونومول شو، ده په ۱۸۹۵ کال کې د لمړي ځل لپاره يو راډيويي خبر د ۳ کېلو مترو په اندازې سره د بې سيم له لارې ولېږه. په ۱۸۹۶ کال کې د لومړي ځل لپاره په لندن کې د برېښنايي څپو بې سيمه تلګراف وښودل شو. په ۱۸۹۷ کې اېټاليا ته ولاړ او هلته يې په دوو جنګي بېړيو کې بې سيمه څپې جوړې کړې، چې تر ۱۳ کېلو مترو پورې يې کار کاوه. په پايله کې په ۱۹۰۱ کې يې خپل نوښت ته ورسېده. د بې سيمه نښې يې د انګلستان له يو ښار یعنې ( پل دو) څخه د امريکا ( سن ژان) ښار ته ورسولې.

له راډيو څخه ګټه اخيستنه په ۱۸۲۰ مېلادي کې پيل شوه. د راډيو لومړنۍ منظمه دستګاه په ۱۹۲۹ مېلادي کې په انګلېستان کې کار پيل کړ. د راډيو لومړنۍ غونډه د ۲۷ هېوادونو په ګډون په برلين کې ترسره شوه. د راډيو لارې چارې يې بيان کړې او راډيو يې په يوه ډله ييزه رسنۍ واړوله. په ټوله نړۍ کې کابو يو مېليارده راډيو نېوونکي شتون لري؛ چې د څلورو کسانو لپاره يو راډيو نيوونکی شته.

د فبرورۍ ۱۳ مه د راډيو نړيواله ورځ دې مبارک وي!




t