شينوارو کې ۱۵ هټۍ او یو د تېلو پمپ وتړل شول

شينوارو کې ۱۵ هټۍ او یو د تېلو پمپ وتړل شول

د ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ کې د افغانيو ترويج کميسون غړو د دې ولسوالۍ په مارکوه بازار او بېلابېلو سيمو کې ۱۵ هټۍ او د يو تېلو پمپ له دې امله وتړل، چې مالکانو يې د راکړې ورکړې پر مهال کلدارې اخيستې وې.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، مسئولينو هټيوالو او سوداګرو ته خبرداری ورکړ، چې د نورو کرنسيو له کارولو ډډه وکړي او يواځې افغانۍ وکاروي؛ خو که څوک سرغړونه وکړي د قانون له مخې به جريمه شي.

په ورته وخت کې بهسودو ولسوال غالب مجاهد په خپله سيمه کې د افغانيو ترويج او غېر اخلاقي فلمونو مخنيوي په موخه کمپاين تر سره کړ او هټيوالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د قانون له مخې فعاليت تر سره کړي.




t