کوز کونړ ولسوالۍ کې تاريخ تېره او بې کيفيته توکي راټول شول

کوز کونړ ولسوالۍ کې تاريخ تېره او بې کيفيته توکي راټول شول

د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ ښاروالۍ او روغتيا رياست مسئولينو له لوري تاريخ تېره او بې کيفيته توکي له هټيو راټول شول.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، يادو مسئولينو هټیوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د بې کيفيته او تاريخ تېره توکو له پلور څخه په راتلونکې کې ډډه وکړي او که څوک د دويم ځل لپاره په دې برخه کې مجرم ثابت شي؛ نو قانوني چلند سره به مخ شي.

دوی همدا راز پر خلکو غږ وکړ، چې د توکو پيرولو پر مهال د توکو کيفيت او اعتبار نېټې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې حکومت سره همکاري وکړي.




t