پر لپسې ناکامیدو کې کامیابي ده

پر لپسې ناکامیدو کې کامیابي ده
  • لیکنه او ژباړنه: عبدالصمد شاکر

ډیر کله موږ په خپلو اهدافو او کارونو کې په پرلپسې توګه له ناکمۍ سره مخ کیږو او په پای کې د ستونزې د حل لاره يوازې د هغه کار په پرېښودلو کې لټوو، چې دا چاره بیخي غلطه او زموږ په تلپاتې زیان تماميږي؛ خو که زړونو مات نه کړو، هڅه او هاند وکړو او په کلک هوډ سره خپل کارونه همداسې روان وساتو؛ نو په ډاډ سره ویلای شم، چې خامخا به یو وخت خپلو موخو ته رسیږو او هغه کار کې به بريالي کیږو.

لاندې مطلب کې په همدغه ټکي تم کیږو او د نن عصر د یو غربي پاچا په هڅو باندې استدلال نیسو او دا نتیجه تر لاسه کوو، چې د کار پریښودل حل لاره نده؛ بلکې هڅه او هاند مو بریا ته رسوي.

ابراهام لنکن د امریکا ولسمشر تیر شوی دی، چې د موخو د رسیدو لپاره یې په پرلپسې توګه په ځلونو ځلونو ناکامي منلې او په پای کې بیا بریا ته رسیدلی دی.

ابراهام لنکن ۲۱ کلن وه، چې د ازادۍ په کارونو کې ناکام شو. په ۳۲ کلنۍ کې په ټول ټاکنو کې ناکام شو. په ۳۴ کلنۍ کې یو ځل بیا د ا زادۍ په کارونو کې ناکام شو.

په ۳۵ کلنۍ کې یې ښځه مړه شوه چې په مینه یې کړې وه. په ۳۶ کلنۍ کې ورته روحي او رواني تکلیف پیداشو. په ۳۸ کلنی کی یو ځل بیا ټول ټاکنو ناکام شو. په ۴۳ کلنۍ کې په پارلماني ټاکنو کې ناکام شو.

په ۴۶ کلنۍ کې د سناتورۍ منصب په تر لاسه کولو کې ناکام شو. په ۵۰ کلنۍ کې د ریس جمهور د معاوینیت په ټاکنه کې ناکام شو.

خــو! له دومره ډېرو او پرلپسې ناکاميو وروسته یې بیا هم د کامیابۍ لمن پرېنښودله او د همداسې روانو هڅو او هاند نتیجه وه، بالاخره یې وکولای شول، چې په ۵۲ کلنۍ کې کامیاب او د امریکا د متحده ایالاتو د ریس جمهور په توګه وټاکل (کامیاب) شي.

یادونه: که مو مطلب تر پایه پورې لوستلی وي؛ نو خپل ملګري مو ورته یاد “منشن” کړئ او په تبصره “کمنټ” کې ولیکئ، چې “ولوستل” شو؛ البته زموږ پاڼه هم درسره خوښه “لایک” او تر نورو ملګرو ورسوئ.




t