بټي کوټ کې د ۱۶ نیم میلیونه افغانيو په لګښت استنادي دیوال جوړیږي

بټي کوټ کې د ۱۶ نیم میلیونه افغانيو په لګښت استنادي دیوال جوړیږي

د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهي منځ کلي کې د نږدې ۱۶ نیم میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۶۰ مترو په اوږدوالي د یو استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل کیږي چې ۶ سوه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه به د سیلاب له ګواښ څخه وژغورل شي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د دې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر امان الله میاخېل وایي، د یاد استنادي دیوال د جوړیدو هوکړه لیک یې د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي منځ کلي پرمختیایي شورا سره لاسلیک کړ چې ژر به یې عملي چارې پیل او یو کال موده کې به بشپړي شي.




t