د بدخشان د روغتیا ساتنې ډله د تجربو شریکولو او تر لاسه کولو په موخه ننګرهار ته را ورسیده

د بدخشان د روغتیا ساتنې ډله د تجربو شریکولو او تر لاسه کولو په موخه ننګرهار ته را ورسیده

د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې په همغږۍ د بدخشان ولایت د روغتیا ساتنې ډله د تجربو شریکولو او تر لاسه کولو په موخه ننګرهار ته را رسیدلې او د درې ورځني سفر په موده کې د دې ولایت اړونده ډلو سره غونډي کړي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، یادې ډلې په ننګرهار کې د کلیو پراختیا ، عامې روغتیا او ژغورنې نړیوالې کمیټی د CLTS ټیمونو له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او هغه مثبت او منفي ټکي چې د پروګرام د فعالیتونو څخه د لیدنې پرمهال یې ترلاسه کړي وو، ګډونوالو سره شریک کړل.

د ننګرهارکلیو پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل د ټولنې پرمت ولاړ حفظ الصحې پروګرام د ټولنې د ښې روغتیا لپاره اړین وباله او د پروګرام له تطبیق کوونکو څخه یی وغوښتل چی د ننګرهار لرې پرتې سیمې هم ددې پروګرام تر پوښښ لاندې راولي.




t