ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام، د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام، د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلېږي

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د ۱۳۹۸ مالي کال د فعالیتونو په اړه، ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام، د یوې میاشتې لپاره د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې، په لاره اچول کېږي.
د یاد حکم په متن کې راغلي دي: د وزارتونو، خپلواکو کمېسیونونو او د خپلواکو بودجوي واحدونو په ګډون، ټولې دولتي ادارې موظفې دي چې د حکم له ضمیمه شوي مهالوېش سره سم، د ادارو لومړۍ درجه مسوولین د خپلو مرستیالانو په حضور کې د رسنیو له لارې د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو په اړه ملت ته معلومات ورکړي او په دې اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایي.
دغه حکم، په ولایتونو کې ټول والیان هم موظف کړي دي چې د سکتوري رییسانو، د ولایتي شورا غړو، رسنیو او خلکو په حضور کې د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو په اړه معلومات ورکړي او د رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایي.
د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو ادارې لوی رییس او د جمهور رییس ستر سلاکار، وحید عمر د پنجشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ناسته کې چې د وزارتونو مرستیالانو، د خپلواکو ادارو او وزارتونو ویندویانو او د ادارو د اطلاع رسونې کارکوونکو پکې ګډون کړی وو، وویل: ملت ته د دولت د کلني ځواب ورکولو پروګرام د په لار اچولو موخه داده، چې د ټولو دولتي ادارو لومړۍ درجه مسوولین، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د خپلو کړنو په اړه رسنیو او د رسنیو له لارې خلکو ته اطلاع ورکړي.
ښاغلي عمر زیاته کړه: د کابینې په وروستۍ ناسته کې د اطلاعاتو وړاندې کولو په برخه کې دولتي ادارو ته د جمهور رییس لارښوونه واضح او قاطع وه او جمهور رییس وویل، چې رسنیو او د رسنیو له لارې خلکو ته د اطلاعاتو د وړاندې کولو په برخه کې هېڅ ډول غفلت او بې پروایي د منلو وړ ندي.
د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو ادارې رییس، دې ته په اشارې سره چې د رسنیو د وروستیو اعتراضاتو څخه یو دا وه، چې د حکومتي ادارو لومړۍ درجه مسوولین معمولاً د اطلاعاتو ورکولو او یا پوښتنو او ځواب ویلو ته نه حاضرېږي، زیاته کړه: د کب میاشتې په اوږدو کې د دولتي ادارو ټول لومړۍ درجه مسوولین د یوه منظم مهالوېش له مخې حاضرېږي چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د خپلو کړنو، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه د رسنیو په حضور کې خبرې وکړي.
ښاغلی عمر ټینګار وکړ، چې د دولت رهبري او ټول دولتي بنسټونه؛ حکومت او رسنۍ یو د بل مکمل کوونکي بولي او د حکومت له نظره، حکومت او رسنۍ په تقابل کې ندي، بلکې په یوه صف کې ځای لري او د یوه واحد هدف لپاره کار کوي.
د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو ادارې رییس وویل مونږ د یوه حکومت په توګه، د خلکو او یوه دولت په توګه؛ د بیان ازادي خپله لاسته راوړنه بولو.
په ورته وخت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، عین الدین بهادري، د حکومت له ټولو مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون سره سم، اطلاعات له رسنیو سره شریک کړي.
نوموړي دغه راز له حکومتي مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې په ۱۳۹۸ کال کې د خپلو ادارو د فعالیتونو په اړه ټول اطلاعات پر خپلو وېب‌سایټونه خپاره کړي څو خلک هغو ته لاسرسی ولري.
په دې ناسته کې د اطلاع رسونې د بهیر پر چټکتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینې پر ښه والي هم بحثونه او د نظرونو تبادله تر سره شوه.




t