ننګرهار: د والیبال ټورنمنټ ترسره شو

ننګرهار: د والیبال ټورنمنټ ترسره شو

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د سره رود ولسوال قاری هجرت الله رحمانی په مالي مرسته د افغانیو د ترويج تر نامه لاندې د واليبال ټورنمنټ ترسره شوي.
په ياد ټورنمنټ کې د سره رود او خوګیاڼي ولسواليو څخه ۱۶ لوبډلو ګډون درلود چې دوه ټيمونه شهيد خالد لوبډله او اتفاق وزیري لوبډلې پايلوبې ته لاره پيدا کړه .
پايلوبه د شهيد خالد لوبډلي په ګټه تمام شوه .
د يادونې وړ ده چې د يادو سيالی پايلوبه کې د سره رود ولسوال قاری هجرت الله رحمانی ، د سره رود امنيتي ادارو مسولينو ،قومي مشرانو او ګڼ شمیر ځوانانو ګډون درلود .
ځوانانو او ورزش کارانو د ولسوال څخه مننه وکړه چې د افغانیو د ترويج په موخه يې د نوموړی ټورنمنټ مالی مرسته وکړه او تر څنګ يې د لوبو تر سره کولو په موخه امنیتی ارګانونو ته د‌ښه امنیت تامین سپارښتني وکړئ چې يادې سيالۍ په امن او خوښيو سره پاې ته ورسيده .
د سره رود ولسوال قاری هجرت الله رحمانی پر ځوانانو غږ وکړ چې په ټولنه کې د مثبت بدلون کې خپل رسالت ترسره کړي او په ټولو ملي موضوعاتو کې دې خپل ګډون ثابت کړي او همدارنګه زياته يې کړه چې ورزش د صحت ضامن دې او هم په ټولنه کې د ځوانانو ترمنځ د حسنه روابطو او ښه اړيکو نيولو ښه وسيله ده ، د ورزش له لارې کولای شي چې ځوانان سره منسجم او د خپل ټولني د پرمختګ او بهبود لپاره سره يو لاس او موټي شي.




t