افغانستان او بهرني استخباراتي شبکې !

افغانستان او بهرني استخباراتي شبکې !

لیکوال: رفیع الله (روحانی)

نړیوالو اوسني اقتصادي نړی په درو حصو تقسیم کړې ده ؛۱،پرمختللی نړی ۲،د پرمختګ په حالت کی نړی، ۳ او وروستی پاتی نړی.

چې هره نړی ځانته بیل بیل خاصیتونه او تلنلاري لرې اوس مثلا، امریکا ،روسیه،انګلستان ، چین،جرمنی، جاپان او داسې نور هیووادونه، له هغه جملو هیوادونو څخه دی چې د نړی په سطحه یې ډیر پرمختګ کړی دی. د دې هیوادونو (سیاستمداران) په دې لټه کی دي چې په څه طریق دوي وکولای سې هغه پاته نور هیواونه خپل تر استعمار لاندي راولي. دا استعمار پر دوه ډوله دې چې یو مستقیم او دوهم یې غیر مستقیم چې له جملې څخه یې لکه (سیاسي استعمار، اقتصادي استعمار،کلتوري استعمار او داسې نور…) تر څو دوي وکولاې سې له دې طریقه خپلې پلیتي برنامې مخ ته یوسي. تر زیاده بریده پورې دا هیوادونه کوښښ کوې تر څو خپلو سیالانو ته په(اقتصادي ،سیاسي، نظامي ،کلتوري…) او داسې نورو برخو کې ماته ورکړي.

دویم؛ د پرمختګ حالت کی نړی، دا هغه هیوادونه چې اوس تازه د ترقي پر ځینو یې قدم ایښی دی، دا هیوادونه زیاتره د لویو جګړو او بحرانونو څخه سر پروته کړې دي ، او ډیري ناخوالي یې تر شاه پریښي دې، د دې جملو هیوادونو څخه (هندوستان،پاکستان،ترکیه،قطر،ویټنام، ایران او داسي نور…) ذکر شوي هیوادونه همیش په دې لټه کې تر څو دوي وکولاې سي د هر اړخه څخه خپل پر پشو ودریژي، او د پرمختللې نړی د هیوادونو په قطار کې ځان راولي.

پاته سو درییم، پس پاته نړی؛ دې نړی کې هغه هیوادونه اوسیږي،چې د (پرمختګ او ترقي) له نومه سره هیڅ بلدیت نه لري، د دې نړی هیوادونه همیش خپل په داخلي مشکلاتو کی راګیر وي، او همیش د نړی د ابر قدرته هیوادنو د استخباراتو شکار سوي وي، د تعلیم او ټکنالوجی څخه ډیر لیری پاتي وي، خلاصه دې هیوادونه کې یو مخ افت حاکم وي. چې له دی جملې هیوادنو څخه (افغانستان، عراق، سوریه،فلسطین،او داسي نور ځیني اسلامی هیوادونه) دې قطار کی شاملیژی.

اوس به راسو خپلی اصلې موضوع ته ، چې په مراتبو به ټول تشریح کړو:

په عامه اصطلاح که ووایو افغانان ډیر (خوش باوره) دي ، یعنې په ډير اسانی سره باور کوي، او هر هغه څه چی ویني ، ورسره مني یې.

نور یی په دې لټه کې ندي چی د پردې تر شا څه روان دي.

د معاصر تاریخ په اوژدو کې کله چې انګریزانو د لمړۍ ځل لپاره پر افغانستان باندې خپل د استعمار وزرې وغوړولې، نو یې له (فوځ اوطاقت ) څخه کار واخیست. چې تر ډیره بریده پورې خپلو موخو ته ورسیدل. خو په وروستیو کې د افغانانو لخوا څخه ځیني خوځښتونه ترسره سول، چې د وخت انګریز حکومت یې د افغان خاوري څخه وتلو ته مجبوره کړ.

او له انګریز څخه وروسته د (شوري اتحاد) فوځونه راغلل او د افغانستان د استراتیژیک موقعیت په استفاده سره دوي غوښتل چی (توری بحیری) ته ځان ورسوي. خو د افغانانو د سخت غبرګونونو سره مخ سول ، او د ډیري اوژدې ،سختي او خونړی جګړې څخه وروسته دوي مجبوره سول تر څو افغانستان پریژدي، او د وخت د مجاهدینو له برکته افغانستان بیا له یو لوی بحران څخه سر راپورته کړ.

خو په تیرو څو لیسزو کې د استعمارګرو هیوادونو د استعمار(پالیسی) په کلي توګه تغیر وکړ. دلته که ځیر سو، استعمارګرو هیوادونو نور د پخوا په شان د (پوځ او طاقت) څخه کار وانخیست، بلکې د (هوشیاری او ځراکت) څخه یې کار واخیست.

هغه په دې معنا چې نور یې د مستقیم استعمار څخه لاس واخیست او په غیر مسیتقیم ډول یې خپلو موخو ته ځان رساوه، چې کله به یی له خپلو (لاس پوڅو) او کله به یې هم له تبلیغاتو څخه کار اخیست. خو که په واضیح ډول یې ووایو چې د ممکن هري لاري څخه یې ډډه نکول.

خو په وروستیو کې د انګریز او شوروي اتحاد برسیره نورو هیوادونو هم په افغانستان کې خپل د استعمار وزری وغوړولې. چې کله به یې د (جهاد) په نامه ، او کله به یې هم د (حذب) په نامه د وطن د ویجاړولو پروګرامونه په لاره اچول، چې په افغانستان کی د دې روانی جګړی لړی (۴) لسیزو ته رسیږي، او لا هم ادمه لری. دا جګړه یوازی د ټوپک او راکیټ جګړه نده، ځکه دلته د دې ترڅنګ څو نورو جګړې هم شتون لری لکه. (اقتصادي جګړه، کلتوری جګره، مذهبي جګړه، رسنیزه جګړه او استخباراتي جګړه).موږ او تاسی کولای سو چی په ډیره واضیح ډول ووایو ، چی له نومول شو جګړو څخه هر یو یې اوس هم ادامه لری. چې تر کله ؟ دا نو خدای پوهیږي!

خو یوه ډیره مهمه موضوع چې د یادولو ده ، چې د استعمار په (پالیسی) کې څه ناڅه تغیرات راغلل. مخکنیو پیړیو کې به هیوادونو کوښښ کوی چی د (فوځ او طاقت) په وسیله خپل استعمار جاري وساتي. خو اوس د دې هر څه ضرورت نسته، ځکه چې دوي اوس د یوی شبکی په واسطه کولای سی خپلو ټولو اهدافو ته ځان ورسوي، چې دا شبکه عبارت ده له (استخباراتي) شبکې څخه. موږ او تاسی ښه په پوره توګه د دې شبکو سره بلد یو، ځکه چې د رواني جګړې ټول اړخونه دوي کنټرولوي.

د یو څو شبکو نومونه به دلا پوهاوي لپاره ذکر کړو، چې له جملې څخه

چی د نړی په سطحه قدرت لری.(CIA , ISI ,KGB , RAW…)

چې د نومول سوی شبکو څخه د امریکا استخباراتی شبکه ډیره قوي ده.

او د نړی په ګوټ ګوټ کې خپلی ادارې لري، او تر زیاده بریده پوري خپل فکری استعمار پرې مني.

اوس ممکن یوه پوښتنه پیداسي، چې د امریکا راتګ افغانستان څه وخت او په څه دلیل وو ؟

زه به ستاسي محترمو لوستونکو سره خپل نظر شریک کړم، کیدای سي چې تر ډیره بریده دا معلومات تاسی ته ډیر جالب تمام سي.

کله چې په کال (۱۹۹۲ز) کې د نړی دوه قطبه سیستم[دا له هغه سیستم څخه عبارت دی، چژ د نړی د قدرت په راس کې دوه هیوادونه ول چی عبارت دې له(روسیه او امریکا ) څخه] له منځه ولاړی، او امریکا د نړی د ستر طاقت په څهره کې راشکاره سول، له هغې ورځې څخه تر ننه پوری امریکا په دی لټه کی ده ،چې هیڅ کوم هیواد باید د امریکا سره د مقابلی او د ډغری وهلو سوچ لا ونکړي.

که راسو یو حقیقت په زغرده ووایو ، د (سپټمبر د ۱۱) پیشه [کوم چیږې (اسامه بن الادین) د امریکا تجارتي ودانۍ سره مسافر وړونکې طیاره ټکر کړل او د دې پیشي له وجه په زرهاو انسانانو خپل ژوند دلاسه ورکړ]

او له دې پیشی وروسته (اسامه بن الادین) افغانستان ته پناه ویوړه ، کوم چې د اسلامی امارت یا طالبانو دولت حاکم وو، او په راس کې (ملا محمد عمر مجاهد) وو .

دا د امریکا خپل پلان سوی عملیات وو، ځکه چې دوی غوښتل افغانستان خپل ولکه کې راولی، نو یی په ډیری اسانی سره بهانه جوړه کړل، او د (تروریزم) پرضد مبارزه یې بهانه کړل، او دا چې وروسته یی په (لکهاوو) عسکر راوستل او طالبانو حکموت یی راورپځوه، اوله هغه څخه وروسته یې خپل فوځی اډې جوړي کړلې. د افغانستان ټولي طبیعي سرچینې یې خپل په ولکه کې راوستلی، د افغانستان په سیاسیو چارو کې مستقیما مداخله کول، تر دغه حده پوري چې د افغانستان د ریس جمهور انتخابیدل هم دوي په خوشه ول.

خو د دې هر څه تر څنګ یې خپلو استخباراتو ته هم پراختیا ورکړل، دا چې افغانستان د اسیا د زرړه صفت لری، او د منځنی اسیا ټول هیوادنه ترې را چاپیره دي ، نو د دوي لپاره یې خورا ارزښت درلود، او د افغانستان له طریقه یې کولای سول چې د اسیا منځني هیوادونه ټول خپل تر ولکه لاندي راولي.

لکه څرنګه چي مو مخکی ذکر کړل، د روسیه او انګلستان د وتلو څخه وروسته دوي صرف خپل فوځونه وایستل، مګر له هغه څخه وروسته یې خپل ټول طاقت پر خپل استخباراتی ادارو باندی مصرف کړ..

او د امریکا برسیره دوي هم خپل د منافعو لپاره په افغانستان کی خپلو پټو او ښکاره فعالیتونو ته ادامه ورکړل.

کیدای سي چې د ځینو لوستونکو سره یوه پوښتنه پیداسي، که چیري امریکا او روسیه د ډیر طاقت لرونکي ول، نو یې غوښتل چې د نړی ټول ممالک خپل واک کې ولری، نو بیا د پاکستان مداخلې د افغانستان په سیاسی چارو کې څه وجه درلوده؟ څه ناڅه ړنا به پر واچوو.

په کال (۱۹۴۷) کله چی هندوستان تجزیه سو، او پاکستان جوړ سو، نو د جوړیدو څخه وروسته د پاکستان دولت د (ډیورنډ) د کرښه[هغه کرښه چې (مارتیمیر ډیورنډ) د اته لکه روپو په مقابل کی په (امیر عبدالرحمن خان) باندی په زوره منلې وه، او صوبه سرحد(پښتونخوا) یې د افغانستان څخه بیله کړل] د ستونزی د حلولو په لټه کې سوه.

او په وروستیو څو لسیزو کې د (پاکستان) مستقیما لاسوهني د افغانستان لپاره ډیری خطرناکي پایلي درلودې. او تر دغه حده پورې چې د (طالب) فوځونو په همکاري د افغانستان تر (ارګ) پوری ځانونه ورسول.

دوی غوښتل چې د افغانستان دولت د (ډیورنډ) کرښه په رسمیت وپیژنی، او د افغانستان او پاکستان دولت تر منځ (پوله) معلومه سي. چې بلاخره یې د خپلو شومو موخو لپاره (فقید ډاکټر نجیب الله) د افغانستان د وخت ریس جمهور یې په ارګ کې ونیوه. مګر ډاکټر نجیب الله د مرګ غاړې ته ځان ورکړ، مګر د (ډیورنډ) کرښه یې په رسمیت ورسره ونه منله.

له هغې ورځي څخه وروسته د پاکستان استخباراتی ادارو د طالب ځواکونو په حمایت لاس پوري کړ، او په پاکستان کې یې ورته تمریناتی کمپونه، وسلی،موټران، پټنځایونه او نورو مرستو ته ادامه ورکړل. او دا لړۍ تر ننه پوری جریان لري.

دلته دوه موضوعاتو د یادولو وړ دي، یو دا چې د استخباراتي ادارو تمرکز پر کومو فعالیتونو دی، او دوهم دا چې دوي په څه طریقه خپل فعالیتونه کول..

لمړی ـ استخباراتي ادارو چې به په کوم څانګه کې فعالیت کول، نو د هغوي لپاره خپل لاس پوڅي او یا د دوي په لاس (ګمارل) سوي افراد هلته ځای پر ځای کول. فرض مثال، که چیري د پاکستان ادارو غوښتلای چې د افغانستان نظامی معلومات ترلاسه کړی، نو به یې خپل افراد په نظامی څانګو کی مقررول، او ورته مثال همداسي نور هم په دی طریق سره خپل موخو ته ځانونه رسول.

او دوهم ــ د امریکا د استخباراتو یوه مهمه لاسته رواړنه د طالب حمایت کول په غیره مستقیمه توګه؛کله چې به امریکا غوښتل چې د هلمند (یورانیم، سره زر، د مرمر ډبره او د روښان ډبره) ټول کړي ، نو مخکې له مخکې به یې هلته طالب ځواکونه ځای پر ځای کړل، او وروسته به یی د (تروزیزم پر ضد مبارزه) په بهانه هلته اډې اچولې، او خپلو برنامو ته به یې ادامه ورکړل.

عین مثال ایران به هم په همدې طریقه سره کار کول ، که وګورو هر چیري چی د قاچاقو او مخدره موادو کار کیږی هلته د طالبانو فوځونه شتون لري، او له دې طریقه دوي خپل د قاچاقو کار پر مخ بیایی ..

نومول سوی شبکې د ممکن هري لاري څخه خپل د موخو لپاره استفاده کوی، چې ډیري لاري چارې د دوي په اختیار کې دي، خو تر ټولو مهم چې دی هغه (میډیا) یا په عامه اصطلاح (رسني) دی.

ما خپل په مخکنیو لیکنو کې څه ناڅه اشاره کړی ول.

هره استخباراتی شبکه دلته په (میډیا) رسنی کې ښه پوره واک لري ، او ټولي رسني که هغه (تلویزونی) او یا هم ټولنیزی رسني، لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام…) او داسی نوري رسني دي چې دا ټوله دوي خپل اختیار کې لري.

اوس دلته پوښتنه پیدا کیژي چې دا استخباراتي شبکې له رسنیو څخه څنګه خپل په نفعه ګټه پورته کوي؟

جواب یی اسانه او وضیح دی، دوي همیش کوښښ کوي چې د خلګو ذهنیتونه باندې کار وکړي، او چې هر څنکه یې زړه وي خپلي پلیتي برنامې خلګو باندي په بیلابیلو لارو باندي ومنی. زموږ او ستاسی خلګ خو بیچارګان د هیڅ څه څخه هم اطلاع نه لري، دوي که وغواړي او که نه ، دوي مجبوره دي چې پر هغه څه باور وکړی کوم چې د رسني پر مخ باندی ښکاری.

که چیري یاد شې موضوع ته ځیر سو، استخباراتی شبکو د تیر په څیر پر لاسپوڅو او یا( خپل روزل سوی) باندی زیاته پانګه اچونه نکوی، ځکه چې هغه ټول کارونه اوس دلته میډیا مخ ته وړی.

اوس کیدای سې چې د ټولو لوستنکو سره یوه پوښتنه پیدا سي، چی داسې کومي برنامې دي چې په هغه کښی استخباراتی کړی له (میډیا) او داسي نورو وسایلو څخه کار اخلی؟

دلته به د هغو پلیتو برنامو څخه ځینو ته اشاره وکړو:

لمړی ـ د رسنیو په واسطه د هغو افرادو ځپل چې د دوي د شخصی ګټو مقابل کې پورته کیږی.

دوهم ـ د خپلو پلیتو برنامو لپاره د خلګو مثبت ذهنیت جوړول.

درییم ـ د خپلو استخبارتي مخالفینو مقابل کې افغان ولس استعمالول.

څلورم ـ د افغانستان سیاسي چارو کې مداخله کول.

پنځم ـ د ډیموکراسي په نامه (غیر اسلامی) پروګرامونه په لاره اچول.

او ځیني داسي نورو پلیتو برنامو څخه یادونه کولای سو.

اوس به په لږ څه اندازه باندې بحث ژورو ته لاړ سو او څه ناڅه به رڼا پر واچوو.

لکه څرنګه چې په پورتنی متنونو کې ورته اشاره وکړل، د رسنیو په واسطه همیش دوی خپل افراد تقویه کوي او برسیره د دې خپل دښمنان ځپي او یا هم بې عزته کوي یې. اوس فرض مثال؛ که چیری (وزیر د داخله) د دوي د لاس پوڅی وي، دوي په هیڅ صورت نه غواړی چی د ده غلطیانو باندې عوام ولس خبر سي، او کوښښ کوي چې خپل خلګ د رسني پر مخ مثبت انعکاس کړی.

مګر که چیری ( وزیر د دفاع) د دوی د ګټو مخالفت کې ودریژی، په ډيری اسانی سره کولای سي چی د عوامو په ذهنیتونو کې نوموړی وزیر یو غدار او خاین جلوه کړیږي.

یعنی که خلاصه ووایو ، د رسنیو په واسطه هم کولاي سي چې یو چاته عزت او موقف ورکړی، او هم کولای سي یو څوک بی عزته او د موقف څخه وغورځوی. موږ او تاسی په دا نژدی وختونو کی د ورته مثالونو شاهدان یو.

موږ او تاسی افغانانو ته څه کول پکار دی؟

که څه هم افغانان په هغه امکاناتو ندی سمبال ،چې وکولای سي له داسي قدرتونو سره وجنګیږی. خو یو څه چې کولاي سي، هغه د خپلو دښمنانو پیژندل او د هغوي د پلیتی او شومو موخو څخه ځان ساتل دی. او باید ځان او خپل علم د دې وطن او د دې وطن د راتلونکي لپاره قرباني کړو، او باید کوښښ وکړو کوم افراد چې دې وطن کې خپلې خاوري ته ژمن وي، د هغوی حمایت وکړو.

اخر کې وایم چې افغانانو دی وطن باندی ننګ وکړی!

په درنښت!




t