ننګرهار: نازيانو کې د کلچې جوړولو فابريکې عايدات ډېر شوي

ننګرهار: نازيانو کې د کلچې جوړولو فابريکې عايدات ډېر شوي

د ننګرهار په لرې پرتې نازیان ولسوالۍ کې یوه ځايي اوسېدونکي په خپله پنځلس زره افغانۍ سرمایې د کلچو، مټایانو او ځلوبیو یوه وړه جوړه کړې کارخانه، اوس تر نږدې یو میلون افغانۍ سرمایې رسولې ده، دغه کارخانه اوس د شینوارو د شپږو ولسوالیو سربېره آن جلال اباد ښار ته هم کلچې، مټایان او ځلوبۍ د پلور لپاره برابروي.

ددغې کوچنۍ فابریکې مسوول سازولي وايي، د مټایانو، کلچو او ځلوبیو جوړولو دغه کاروبار یې د کډوالۍ پرمهال په پاکستان کې زده کړی، کلچه چې له کډوالۍ راستون شو، نو یې د ځان لپاره همدا کوچنۍ کارخانه لوی کاروبار ته د رسېدو د هیلې په نیت جوړه کړه، چې اوس یو څه خپلې هیلې ته رسېدلی.




t