د وجود دسختو شاته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم

د وجود دسختو شاته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم

د وجود دسختو شاته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم
هېڅ مې نه خوښېږی ماته،لا ولاړ يم لا ژوندی يم

له دردونو وحشتونو، سره ژوند کــوُمه لا هم
ځمــه وايمــه دنيا ته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم

په لمرينو رڼاګانو، کې مو هسې قسمت نشته
دسپوږمۍ تتې رڼا ته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم

ستا دحُسن تجلې دي،چې يې ړنګ کړه قامتونه
ستا د حـُسن انتهــاء ته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم

د خــالق په فيصـلو کې، دمـخلوق ارادې نه وي
دچا وومه خو اوس چاته،لا ولاړ يم لا ژوندی يم

له دې ژونده خو”ساپيه”مرګی سل ځلې بهتر ده
چې دبل د ډول ګــډا ته، لا ولاړ يم لا ژوندی يم
ــــــــــــــــــــــــــ
سردارولي ساپى




t