اپريدي یهود که پښتانه دي؟

اپريدي یهود که پښتانه دي؟

په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې ځنې کړۍ پیدا شوي او دا ادعا کوي چې افریدي یهود دي. دا خلګو د پښتنو د یهودیت په هکله داسې د پام وړ او مستند شواهد ونشو وړاندې کړی، نو اوس کوښښ کوي چې یوه او یا بله پښتنه قبیله یهود وروپېژني. په دې هکله ما یو څه مالومات راټول کړي او تاسي ته بې په درناوۍ سره وړاندې کومه.
اپريدي چې وروسته د اعرابو راتګ نه په دې سيمه کې په افرېدي ونومول شول، يو د هغو پښتنو قبيلو نه دی چې په اته خېــــلو وېشل شوي دي ، او هغه عبارت دي له :
ادمخېــــــــــــــل، اکاخېل ، کمرخېل ، کمبرخېل
کوکيخېل ، مالک الدين خېل ، زاکا خېل او سپاه.
د پښتنو په شجره کې چې د پوهاند عبدالحی حبیبي د ( تاریخ مختصر افغانستان ) په کتاب کې یې هم یوه کاپي شته، اپرېدي د کــــــــرلاڼ اولاده او د کيس لمسيان شمېرل شوي دي .
کله چې لوی مکدوني اسکندر په ننني افغانستان او پاکستان کې خپل واک ټينګ کړلو ، نو د ده سره ډير تاريخ ليکونکي هم د لارې مل وو چې د اسکندر د کارنامو ، د راپېښ شویو پېښو ، د جګړو ، د تړونونو او يا هم دا چې د ښارونو جوړولو تر څنګ یې د سیمو د چاپيریال، ګیوګرافي او یا په سیمو کې د کامونو او د دوۍ کلتور او ژبې په هکله یې مالومات راټولول او راجسټرول .
نو په دې توګه هرودوت يا هرودوتوس ، ۲۵۰۰ کاله د مخه چې لوی اسکندر سره دې سیمې ته راغلی وو د لمړني تاريخ ليکونکي په توګه د اپرېديو نه يې د اپاريتي او يا اپاريتوس په بڼه په خپل کتاب کې يادونې کړي دي او دوۍ يې د پکتویس ( پښتنو) يوه قبيله ګڼلې ده . هرودوت د اپرېديو د ژوند کـــــولو سيمه د سپين غر د غرونولمنې بللي دي.
همداسې يونانيان مخکې له دې نه چې پښتونخوا ته راشي ، يهودان او د هغوۍ دين او د هغوۍ ژبه يې پېژندله او د يهودو د تاريخ نه هم خبر وو . نو که چېرې اپرېدي يا اپاريتوس ، يهودي شجره درلوده ، بيا هرو ـ مرو د هماغه وخت تاريخ ليکونکو د دې يادونه کوله چې اپاريتوس يهودان دي . ځکه زما خو باور نه راځي چې يهودان دې تر ۲۵۰۰ کالو د مخه خپله پلارنۍ ژبه په سل کالوکې داسې هېره کړي وي چې یوه کلمه عبراني هم پکې نوي پاتې شوي.
په معاصرو تاريخپوهانو کې ، هنري بېلو ، هنري لووېنتال ، اولاف کارو ، جورج ګريدسن، پوهاند حبيبي ، ډاکټر زيار او ډيرو نور لرغونپوهانو ، د هرودوت اپاريتي يا اپاريتوس ، همدا ننني اپريدي ګڼلي دي.
Koshan Sapai

منډیګک




t