د میوند شینواري نوی غزل

د میوند شینواري نوی غزل

ژمنه به ماتېږي مګر ژمنې سړی نه ماتئ
زخم د رنځور کې دومره ستنې سړی نه ماتئ

زړه دی پام کوه ګوری د کور لوښی دې نه دی څه
هر څه بې تپوسه بې پوښتنې سړی نه ماتئ

څوک چې د ښایست ماشوم ته ورکړي خزانه د زړه
ورځ نیمه یې پرېږدي چرته، نن یې سړی نه ماتئ

زړه چې یې درکړی د بوسې قلنګ یې هم منه
دا عقد په دغسې غوښتنې سړی نه ماتئ

ستا قامت یې غوټ په ملا رامات کړي لکه مات نښتر
لوړو لوړو غرونو ته ختنې سړی نه ماتئ




t