د امریکا د عدلیې وزیر: د ولسمشر ټرمپ ټویټونو لېوني کړي یوو

د امریکا د عدلیې وزیر: د ولسمشر ټرمپ ټویټونو لېوني کړي یوو

د امریکا د عدلیې وزیر ویلیام بار د ولسمشر ټرمپ پر زیاتو ټویټونو له نیوکې سره ویلي، چې دغه ټویټونه یې زیات وخت د کار مزاحمت کوي.
د ده په وینا هغه زیات ټویټونه کوي، چارواکي هم مجبوره دي چې ډېر وخت یې وڅاري او خپل کارونه ورسره همغږي کړي.
دغه وزیر ویلي، چې دی د چا تر فشار لاندې نه راځي او د امریکا د قوانینو مطابق به خپله دنده مخته وړي.




t