بلخ: د طالبانو د نظامي کمیسیون غړی ووژل شول

بلخ: د طالبانو د نظامي کمیسیون غړی ووژل شول

د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بلخ چمتال ولسوالۍ په 《جرقلعه》 کلي تیره ورځ د A٢٩ چورلکې د یو موخییز هوایي برید په ترڅ کې، د طالبانو د نظامي کمیسیون غړی ”مولوي سردارمحمد“ د خپلو ٨ کسانو سره وژل شوی دی.

سرچینه وايي، همدا راز په دې برید کې د دښمن ١ پایګاه، یو شمیر نقلیه وسایط، وسلې او جنګي تجهیزات له منځه وړل شوي دي.




t