دهیر – رانجها داستان او په پښتوکلاسیکو ادبیاتو کې يې یادونه! عبدالطیف یاد

دهیر – رانجها داستان او په پښتوکلاسیکو ادبیاتو کې يې یادونه! عبدالطیف یاد

هیر- رانجها په اصل کې دپنجاب دسیمې په څلورو عشقي یا رومانټیکو داستانونو کې یو لرغونی عشقي یا رومانټیک داستان دی چې په پنجابي ،اردو ،هندي ،پښتواو پارسي ژبو کې په منثوره بڼه ،خوزیاتره په منظومه بڼه لیکل شوی دی.که څه هم ډیر وپنجابي شاعرانو لکه ګور داس،موکبال او احمد ګوجر دهیر – رانجها داستان په منظومه بڼه لیکلی دی خو تر ټولو مشهوریې دپنجابي مشهور صوفي وارث شاه(۱۷۹۸-۱۷۲۲ زیږدیز )لیکل شوی منظوم هیر- رانجها دی.په غالب ګومان هیر او رانجها د هند دپښتني لودي واکمنانو دواکمنۍ ۱۴۵۱ او ۱۵۲۶ زیږدیز په وخت کې تیر شوي دي نو ځکه دغه داستان دمنځنیو پیړیو لرغونی داستان ګڼل کیږي.

هیر او رانجها څوک وو؟

لکه چې دمخه وویل شول چې هیر او رانجها دپنجاب دسیمې یو عشقي یاروما نټیک داستان دی او هیر او رانجها دواړه دوه مینان وو چې یو دبل سره یې مینه او محبت درلود. هیریوه ښکلې او ښایسته نجلۍ (جنۍ ) او د جهنګ دسیمې دیوه شتمن پنجابي لوروه چې دجاټ دقوم دسیال دقبیلې پورې یې اړه درلودله او دپنجاب په جهنګ کې اوسیدله. جهنګ نن ورځ دپاکستان د پنجاب يو ډیسټریکټ ( ولسوالي ) ده چې دچناب درود پرغاړه پروت دی او دپنجاب دمرکز لاهور نه ۲۱۰ کیلومټره واټن لري.هیر تر دیارلس کلنۍ پورې دخپلو همزولو نجونو سره دسیند غاړې ته تله او لوبې به یې کولې .

درانجها اصلي نوم دهیدو و ،خوده ته به رانجها ویل کیده .رانجها هم په قوم جاټ واو دپنجاب دتحت هزاره اوسیدونکی و.تخت هزاره دپنجاب دسر ګودها په سیمه کې پروت دی.رانجها نوراته ورونه درلودل،خو ددې لپاره چې دی تر ټولو کشر و نو پر خپل پلار ډیر ګران و. نورو ورونو به یې دخپل پلار په ځمکو کې کار کاوه او دی چې تر ټولو کشر و دخپلو نورو همزولو سره به یې لو بې کولې او شپیلۍ به یې غږوله .

تر څه مودې وروسته درانجها پلار مړشو او نورو ورونودده سره زورزیاتی پیل کړ او ده ته یې ډیرې ستونزې پیدا کړې .یوه شپه چې رانجها ډیر خپه و نو خوب یې ولید او په خوب کې یې هیر ولیدله اوهیر ورته په خوب کې وو یل که زما وصال غواړې نو ځان ماته راورسوه . کله چې رانجها له خوبه راویښ شو نو دسفر اراده یې وکړه او تر درې ورځو سفر وروسته يې ځان دهیر سیمې ته چې دچناب ددریاب پر غاړه پروت دی ورساوه .درسیدلو سره سم یې هلته یوه کښتۍ ولیدله او کله چې ورنږدې شو نو په کښتۍ کې دخوب لپاره یو ښکلی پالنګ پروت و. رانجها دکښتۍ ساتونکو ته وویل که چیرې ده ته اجازه ورکړي چې پر دغه پالنګ خوب وکړي او هغوی هم ورته اجازه ورکړه چې هلته ویده شي . په دغه وخت کې هیر دخپلو نورو همزولوسره راپیداشوه چې ګوري پر پالنګ یې یو بل څوک ویده دی. هیر دکشتۍ ساتونکو ته په غوسه شوه اورته یې وویل چې دابیګانه څوک دی چې زما پر بستر او پالنګ ویده دی ،خو دکښتۍ ساتونکو سره هیڅ ځواب هم نه و.دهیر همزولو هیر ته وویل چې ښه به داوي چې دی په دریاب کې وغورځوو ،خوکله چې هیر دهغه له مخ نه څادر پورته کړ نو په یوځل کتویې زړه بایلوداو بې هوښه شوه .وروسته چې هیر په هوښ راغله درانجها نه یې پوښتنه وکړه چې ته څوک یې او له کومه خآیه راغلی يې. رانجها ورته ټوله کیسه بیان کړه .هیر بیا خپل کورته لاړه اوخپل پلار ته یې درانجها ستاینه او صفتونه وکړل آو پلاریې هم هغه دخپلو میښو او وزو (بزو ) دساتلو دنده ورکړه او شپه او ورځ به يې په ځنګله کې مالونه څرول او هیر به دکور نه ورته ډوډۍ وروړله او دواړو به هلته په ځنګله کې دمینې رازونه ویل .په پای کې یو مکار سړي ته دهیر او رانجها دمینې پته ولګیدله او هغه سړي دهیر تره (کیدو) ته حال ووایه .یوه ورځ چې هیر درانجها لپاره ځنګل ته ډودۍ وړې وه نو کیدو دهیر تره دفقیر په جامه کې ځنګل ته لاړ او ددوی دمینې راز یې پخپله کشف کړ او دنږدې نه یې ولید او په منډومنډو یې ځان دهیر پلار ته ورساوه او داټوله کیسه یې ورته بیان کړه .

دهیر پلارتر دې وروسته هیر دکور نه دبهر وتلو نه منعه کړه او دایې دبل چا په نامه کړه .همداراز دهیر پلار دهیر دخسر ګنۍ نه وغوښتل چې هیر زر واده کړي،خوهیر ددې خبرې په اوریدو سره سخته ناروغه شوه .دواده بند وبست وشواو زوم هیر له ځانه سره بوتله خو هیر بې هوشه وه او په ځان نه پوهیدله.دهیر نندرورچې(شهدۍ) نومیدله پوه شوه چې هیر پر چا مینه ده،نو څرنګه چې شهدۍ هم دچاسره مینه درلودله نو دمینې داوردلمبو نه خبره وه نو یو کاتب(منشي) یې راوغوښت چې رانجها ته یو لیک ولیکي ،به دغه وخت کې رانجها دهیر په غم او جدایۍکې دومره سوځیده چې غوښتل یې ځان په دریاب کې ډوب کړي نوکله یې چې غوښتل ځان په دریاب کې ډوب کړي نو حضرت خضرعلیه السلام پرې وربیښ شو اورانجها ته یې تسلي ورکړه او ورته یې وویل چې نا هیلي او نا امیدی ښه نه ده صبر وکړه او رانجها یې دځان وژنې نه منعه کړاو رانجها ته یې دعا وکړه .کله چې رانجها دهیر لیک تر لاسه کړ نو دهیر دځا ي ځایګي دپیداکولو په لټه کې شو او دفقیرانو او ملنګانو جا مې یې واغوستلې او دخیر او خیرات دغو ښتلو په پلمه او بهانه یې ځان دهیر دکور دروازې ته ورساوه او شهدۍ چې دکور ور ورته پرانیست نو پته ورته ولګیده چې دا رانجها دی نو ده ته یې وویل چې ته دکلي نه بهر اوسه زه به دهیر دراوستلو او ستا سره دهغې دلیدلو یو پلان یا منصوبه جوړه کړم .یوه ورځ شهدۍ هیر له ځانه سره واخیسته او بهر یې بوتله په کوم ځای کې چې رانجها دیره شوی و .دواړو مینانو یو له بله سره ولیدل او شهدۍ په کور او کلي کې داسې آواز ه خوره کړه چې هیر مار چیچلې ده او هغه یې بیرته کورته راوستله . شهدۍ خپلې مور ته وویل چې دکلي نه بهر یو فقیر اوسیږي هغه راولئ هغه دزهرو علاج کولای شي . دهیر خسر ګنۍ لاړه او رانجها یې راووست او رانجها دمنترونو په ویلوسره دهیر دزهرو دلیرې کولو بندوبست وکړ.په دې وخت کې شهدۍ رانجها ته وویل چې ستا مقصد خو پوره شو خو ماته هم دعا وکړه چې زما مین هم راشی او ماله ځانه سره بوزي . رانجها شهدۍ ته دعا وکړه او دهغه مین په اوښ سپور راغی او په نیمه شپه شهدۍ اوودهغه مین له کوره وتښتیدل او دهغو په تیښتې سره هیر او رانجها هم دا کور پریښود او په نیمه شپه کې وتښتیدل.په پای کې خلکو هیر ونیوه او قاضي ته يې بوت او قاضي حکم وکړ چې هیر دې دده خاوند ته ور وسپارله شي. رانجها په دې خبره خپه شو او ښیرا يې وکړې او په ټول ښار اور بل شو .په دې وخت کې دسیمې واکمن یا پاچا ته خبر ورسید او پاچا امر وکړ چې هیر دې رانجها ته ورکړل شي . هیر رانجها ته ورکړل شوه او دوی په یوه لویه دښته کې روان ووچې ځانونه تخت هزاره ته ورسوي .په دې وخت کې رانجها ناروغه او مړشو او هیر چې دا حالت ولید نو هغه هم دډیرې خواشینۍ له کبله مړه شوه .خلکو دغو دواړو مینانو ته قبر جوړ کړ او دواړه یې سره یوځای ښخ کړل . ددوی مزار اوس هم دپاکستان دپنجاب ایا لت دجهنګ په ولسوالۍ کې شته او خلک یې زیارت ته ورځي .

په پښتو ادبیاتوکې دهیراو رانجها یادونه :

که موږ په پښتوکلاسیکو ادبیاتو کې دخوشال خان خټک ،کامګار خټک او رحمان بابا دیوانونه ولټوو نو جوته به شي چې دوی دهیر او رانجها یادونه پکې کړې ده چې زه یې دلته تاسو ته دشعرونو بیلګې راوړم:

خوشال خان خټک دهیر او رانجها یادونه داسې کړې ده :

شور وشر به درانجها په جهان نه و

که دهیر صورت پیدا نه وای په شور کې (۱)

همداراز دخوشال خان خټک دکورنۍیو بل شاعر کامګار خټک داسې وایې :

که په زړه کې درانجها صبر شکیب وي

په خپل وصل کې به خوښ کړی و هیر ورو ورو(۲)

دپښتو ژبې نامتو صوفي شاعررحمان بابا په خپل دیوان کې دهیر – رانجها یادونه داسې کړې ده :

ډیر هندکي په جهان ګرځي دچایاد دي

عشق عالي پایه دهیر او درانجها کړه (۳)

دهیر –رانجها داستان په پښتوژبه د اچرج سینګ هوړاله خوالیکل شوی دی چې دپنجاب دچندیګر اوسیدونکی اوڅه موده یې دآل انډیا راډیو په پښتو څانګه کې کار کاوه .نوموړی دهند اوپاکستان تر ویشلودمخه دپښتونخوا په مردان کې اوسیده او د۱۹۴۷ زیږدیز کال وروسته هند ته لاړ.

—————————————————————–

۱ – دخوشال کلیات ، دافغانستان دعلومو اکیډیمي ،۴۷۰ مخ، کابل ،۱۳۵۸ لیږدیز کال .

۲- دکامګار خټک دیوان ، دافغانستان دعلومو اکیډیمي ،۷۰ مخ ،۷۳ غزل، د۱۳۵۶ لیږدیز کال چاپ ،کابل .

۳- رحمان بابادیوا ن ،دپښتو ټولنې چاپ ،۱۳۵۶زیږدیز کال ، ۱۵۲ مخ .

یادونه : دهیر او رانجها دداستان نه په پاکستان او هندوستان کې فلمونه هم جوړشوي دي چې مشهور فلم يې په ۱۹۷۰ کال کې دهند سینما با لیووډ جوړ کړی دی چې ستوري يې راج کماراو پری یا راج وانش دي او ددی فلم یو ه په زړه پورې سندره په لاندیني لینک کې لیدلای شئ:




t