ایا د لوړو بیو له امله مخابراتي شبکې ملامته دي؟

ایا د لوړو بیو له امله مخابراتي شبکې ملامته دي؟

لیکنه: ثناءالله افتاب

په دې وروستیو کې د اترا کجاست او مخابراتو شبکې ظلم کوي، په نوم په ټولنیزو شبکو کې سخت کمپاین روان دی. خلک پر شبکو نیوکې کوي چې ګواکې په بیخی لوړه بیه انټرنیټ پلوري او ستونزې یې راپيدا کړي، خصوصاً وروسته له هغې چې د مخابراتو وزیر وویل چې مخابراتي شبکې په ۹ افغانیو یو جي بي انټرنیټ اخلي او په دوه سوه او له دوه سوه بره یې پلوري، په داسې حال کې چې څه ډول چې وزیر صیب او خلک وایي، دا خبره داسې نه ده، شبکو ته انټرنیټ په ان ۱۰۰ او ۱۵۰ افغانیو هم نه ورکول کیږي، یعنې له دې هم بره ورکول کیږي.
خو په ټوله کې ددغو څو لاملونو له امله د انټرنیټ بیخې لوړې دي:
۱- د کارکوونکو لوړ معاشونه؛ په مخابراتي کمپنیو کې د عادي انجینر معاش له ۶ یا ۷ سوو ډالرو کم نه وي، له دې امله چې په دې برخه کې اکسپرټ یا ماهره خلکو کمبود دی.
۲- بهرني کارکوونکي؛ په افغانستان کې اوس هم اړتیا ده چې بهرني کاروونکي باید وي، ځکه د مخابراتو اړوند ځینو مسایلو کې افغانستان کې هغومره پرمختللي او تکړه خلک نشته چې چارې ښې سمبال کړې، نو پر همدې اساس په لوړو معاشونو بهرنیان راوړل شوي دي.
۲- طالبان؛ هر ځای چې مخابراتي شبکې لګول کیږي، طالبان ترې باج اخلي، کارټونه او فري سیمکارتونه ترې غواړي که وریې نه کړي، نو شتون ته یې ګواښ پيښوي.
۳- خلک؛ په هغو ځایونو کې چې په کې د مخابراتو مرکزونه فعالیږي، نو د سیمې خلک هم باج غواړي، فري سیم کارټونه، کارټونه، پیسې او نور غواړي، که ور یې نه کړي، نو ورته وايي چې خطر سره مخ کیږي.
۴- د برښنا نشتون؛ حکومت هیڅ د برښنا اسانتیا نه ده برابره کړې، هرځای چې مخابراتي شبکې کار کوي، هلته له جنراټورونو استفاده کوي، نو تاسې فکر وکړئ چې د تیلو بیې په کوم ځای کې دي، دا مصارف څومره لوړوي؟
۵- دولت ته رشوت؛ ان دولتي مسوولین هم له شبکو باج اخلي، په هره سیمه کې ورته وایي چې پیسې، سیمکارتونه او نور به راکوئ چې ساتنه یې وکړو کنه هغسې نه کوو.
۶- غله؛ د غلو په نامه خلک دي هر وخت مرکزونو ته ګواښونه پيښوي، دوی پیسې غواړي او بیلابیلې غوښتنې کوي.
همداسې نور ګواښونه….
نو تاسې ووایئ چې دا کار څومره د یوې شبکې لګښتونه لوړولی شي، که خلک فکر کوي چې ولې هند او نوره نړۍ کې اررزانه دي، نو په دې دې هم فکر وکړي ایا نوره نړۍ کې داسې ګواښونه او ناقانونه لوړ مصارف چې په افغانستان کې مخابراتو شرکتونو په مقابل کې وجود لري، هلته شته؟ نه هیڅکله نه، نو ځکه باید همدومره توپير ولري.
نو په ټوله کې لومړی دې دا ګواښونه لرې شي او بیا دې وغوښتل شي چې انټرنیټ په ارزانه پریوزي.




t