په کامه کې په غير قانوني ډول د کانونو کيندنې مخه ونيول شوه

په کامه کې په غير قانوني ډول د کانونو کيندنې مخه ونيول شوه

د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ مربوطاتو کې امنيتي مسئولينو په غېر قانوني ډول د کانونو کيندنې مخنيوی وکړی او هغه وسايل او ماشينونه يې ترلاسه کړل، چې پرې غير قانوني کيندنې کېدې.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، والي شاه محمود مياخېل د امنيتي مسئولينو اقدام ستايلی او زياتوي، چې د امنيت ښه کېدو ترڅنګ ژمن دی چې د هر ډول فساد، غصب او نورو غير قانوني کړنو پر وړاندې د قانون له مخې په جدي ډول اقدمات تر سره کړي.




t