د محمود دلګیر نوی غزل

د محمود دلګیر نوی غزل

اندامونه مو په عقل پورې بند دي
دېوالونه په بامونو پسې ځوړند دي

میکدې یې په کورونو کې دي جوړې
دا زلمي د زمانې هم څومره رند دي

یوه خونه څو کتابه یوه جوړ سترګې
بس همدا ضرورتونه مې د ژوند دي

دا څه خلک چې تنقید راباندې کاندي
ښکلوم یې، ایینې مې د چلند دي

د هجرت په بالښت ونه مري دلګیره!
چې یې کړي څه خوبونه په مړوند دي




t